لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان کې دپولیو ټیم په حفاظت مامور پولیس برید کې وژل شوی


د ډیره اسماعیل خان د پوليسو وياند امتیاز وي او اې ډیوه ته تايد کړې چې دغه پېښه نن د اتوار/ يکشنبې په ورځ (24 اکتوبر) د ډیره اسماعیل خان کینټ تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده او اکرام الله نومې پولیس سپاهي پکې وژل شوی دی.

د خېبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلعه کې د پوليو په ټيم بريد کې ساتونکی پوليس په ډزو وژل شوی دی،

پولیس وايي د پولیو د ډیوټۍ کولو وروسته دغه پولیس عسکر واپس روان ؤ چې د کینټ تاڼې په حدود کې په ملتان سړک نامالومه وسله والو په هغه ډزې کړي دي.

د ډیره اسماعیل خان د پوليسو وياند امتیاز وي او اې ډیوه ته تايد کړې چې دغه پېښه نن د اتوار/ يکشنبې په ورځ (24 اکتوبر) د ډیره اسماعیل خان کینټ تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده او اکرام الله نومې پولیس سپاهي پکې وژل شوی دی.

هغه وويل د پېښې وروسته په ډیره اسماعیل خان کې د پولیو کمپاين نه دی ودرول شوی او د امنيت دپاره نور ټینګ ګامونه پورته کړی شوي دي.

په ډیره اسماعیل خان کې د پولیو د ټیم په ساتونکي عسکر بريد په داسې حال کې شوی چې په صوبه کې د زیارت د ورځې نه د پوليو ضد پينځه ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی.

وي او اې ډیوه سره په شريک کړي خبر کې د ډیره اسماعیل خان پولیسو ويلي د پېښې د بېلابيلو اړخونو نه پلټنې کوي.

د ضلعې د پولیسو مشر نجم الحسن ویلي، په پېښه کې ککړ عناصر به نه پرېږدي.

په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت د پولیو په ټيمونو دغه ډول بریدونه کيږي.

د ستمبر په میاشت کې کوهاټ او د اګست په مياشت کې په پېښور، ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزيرستان کې د پوليو په ټيمونو او ساتونکو يې بريدونه شوي چې مرګ ژوبلې پکې اوښتې وې.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم خصوصي معاون ډاکټر فېصل سلطان په 17م ستمبر ويلي وؤ، په پاکستان کې په تيرو اووه مياشتو کې د پوليو يو کیس هم نه دی رپورټ شوی.

خو د پوليو د مخنيوي د پروګرام د صحت د نړیوالې ادارې چارواکي بيا وايي چې په کراچۍ، کوټه او پېښور کې اوس هم د پوليو وايرس شتون لري.

په پاکستان کې د پوليو دخاتمې د پروګرام په ویب پاڼه د ورکړی شوؤ شمېرو ترمخه سږ کال په 2021 کې په ملک کې يوازې يو کېس رپورټ شوی او تير کال په 2020م کې په ملک کې 84 کیسونه رپورټ شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG