لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې د کرونا پېښې کمې شوي، خو ويکسين او احتياط اوس هم ضروري دي، ډاکټران وايي


د پاکستان حکومتي چارواکي وايي په ملک کې د تيرو څو روځو راهسې د کرونا مثبتو پېښو کچه د دوه فيصده نه راکمه شوې ده.

حکومتي شمېرې ښايې په ټول ملک کې د مثبتو پېښو کچه د تېرو نهو ورځو نه د دوه فيصده نه کمه روانه ده او د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي په صوبه کې دغه کچه د تيرو څو ورځو راهسې د يو فيصد نه هم راکمه شوې ده.

د خېبرپښتو نخوا د حکومت د کرونا وبا د پاره ويان ډاکټر اکرام الله خان ډيوه ته وويل په ټوله صوبه نزدې 53 فيصده خلکو ته د کرونا ويکسينو يو ډوز ورکړل شوی او د 30 فيصده نه زياتو خلکو ته دوه ډوزه ورکړل شوي دي.

نوموړي وويل په صوبه کې په هوايي اډه او د افغانستان نه داخليدونکو لارو باندې خصوصي ټيمونه ګمارل شوي چې د هر يو تن د کرونا معاينه يا ټېسټ کوي، او د کرونا ضد ويکسين ورته لګولی شي.

اکرام الله وويل دوی روزانه د زرګونو په حساب د کرونا ټېسټونه کوي خود تېرو څو ورځو نه پکې د مثبتو کېسونو کچه د يو فيصد نه هم کمه مخې ته راځي.

د نوموړي په وېنا د کرونا څلورمې څپې تر ټولو کم کېسونه دي او د طبي ماهرينو په حساب د دې نه په اخوا دوه نيمې مياشتې پس پينځمه څپه راتلی شي خو که ويکسين په وخت ولګول شي او اختياطي تدابير خپل کړی شي نو د پينځمې څپې مخه نيول کېدې شي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په تېر شواروز کې 79 نوي کېسونه رپورټ شوي او پينځو تنانو د کرونا له عمله ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې په تېر شواروز کې 698 د کرونا نوي کېسونه رپورټ شوي د مثبتو کېسونو کچه يو اعشاريه شپږ رپورټ شوي او نهه تنانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په خېبر پښتونخوا کې د صوبايي ډاکټرانو د تنظيم مشر زبېر ظاهر وايي د ويکسينو لګولو سره نوي کېسونه راتلل کم شوي دي خو دا لړۍ بايد چې تېزه کړې شي او اختياطي تدابير خپل کړی شي.

په پاکستان کې په کرونا تراوسه د دولس لاکه نه زيات کېسونه رپورټ شوي دي،23940 تنان اوس هم په دې رنځ اخته دي 28386 تنانو ترې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په خېبر پښتونخوا کې تراوسه يو لاکه 77 زره نه زيات خلک په کرونا اخته شوي، او 5720 کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG