لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: شرعي عدالت سوره غېر اسلامي عمل ګرځولی


د پاکستان د مرکزي شريعت عدالت د درې کسانو ډلې (بنچ) سوره يا وني غېر اسلامي عمل ګرځولی دی، عدالت ويلي د شخړو د هوارولو دپاره د جينۍ ورکول د اسلام د احکاماتو خلاف کار دی.

ياده فېصله د شريعت کورټ د جسټس نور محمد مسکنزي په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ډلې د يوې مقدمې په اورونه کې اورولې ده.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه سکينه بي بي د سورې د عمل پرضد عدالت ته خواست کړی وو، او عدالت ويلي د علماو په دې اتفاق دی چې وني يا سوره غېر اسلامي کار دی.

د عدالتي بنچ سلاکار ډاکټر محمد اسلم خاکي ویلي، وني یا سوره د څلورو بنيادي حقونو سرغړونه کوي، اول دا چې کومه جينۍ په سوره کې ورکول کيږي د هغې بنيادي حقونه بيا هغې ته نه ورکول کيږي ځکه چې دغه جينۍ ګناهګاره ګڼل کيږي.

دوېمه دا چې دا جينۍ د هغه تن سره واده کيږي چې د دې جينۍ په خوښه نه وي، درېمه دا چې هغې ته د کور مخ يا جهېز نه ورکول کيږي او څلورمه دا چې دغه جينۍ بيا د خلعې يا د خاوند نه طلاق اخستو دپاره قانوني لاره نه شي خپلولی.

د ښځود حقونو دپاره کار کوونکي فعال وايي سوره يا وني هغه عمل وو چې شخړې، جګړې، مرګ ژوبلې به سړو وکړې او د دغو شخړو په هواري يا روغه کې به په جرګو کې بيا په کور ناخبره جينۍ ورکړل شوه. او جينۍ به داسې ورکړی شوه چې عمر به يې کم وو او هغې ته به بيا د عامې ښځې په سترګه نه کېدل بلکې کمه برابره به ګڼل کېده.

د ښځو د حقونو فعاله او د خېبرپښتونخوا د مسلم ليګ ن ډلې د ښځو د څانګې مرستيال مشره معراج همايون وايي هغه د ښځو د حقونو د فعالې په حېث د دغه فېصلې ستاينه کوي ځکه چې که څه هم د دغه ناوړه عمل دپاره غږونه پورته شوي خو چې عدالت اوس دغه فېصله وکړه نو د دې عمل مخه به ونیول شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل شرعي عدالت چې دا فېصله واوروله او سوره یې غېر اسلامي عمل وګرځوله نو اوس به څوک د دې جواب هم نه شي کولی.

هغې وویل دا به اوس قانون جوړ شي او د دې قانون خلاف به څوک اسلامي نظرياتي کونسل يا بل کوم عدالت ته هم نه شي تلی ځکه چې شرعي کورټ دا فېصله واوروله.

نغمه اقتدار چې د ښځو د حقونو د خونديتوب دپاره مبارزه کوي، وايي هغه دغې فېصله ته ډېره خوشاله ده ځکه چې د دې فېصلې سره به د ښځو بنيادي حقونه خوندي شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وویل، د شخړو د هواري دپاره به سړي کښېناسته جرګه مرکه به يې وکړه او جينۍ به یې په روغه کې ورکړه د هغې ټول حقونه به وچقول شو.

هغه وايي دا فېصله ډېره د ستاينې وړه ده ځکه چې په پاکستان کې د ښځو په اړه د سړو يو خاص سوچ دی، نو دا ډېره ښه فېصله ده ښځو ته به تحفظ حاصل شي، سړو به د خپلو دښمنو ختمولو دپاره ښځې کارولې اوس به د هغې مخنيوی وشي.

د سوات سره تعلق لرونکې حديقه بشير چې د کم عمر جينکو د ودونو د حقونو دپاره مبارزه کوي او په دغه مبارزه ورته اېوارډونه ترلاسه شوي دي. وايي دا عمل چې اوس غېر اسلامي وګرځول شو پکار ده چې دا عمل ډېر پخوا غېر اسلامي ګرځول پکار وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل، هغه په دې خوشاله ده چې د سورې عمل غېر اسلامي وګرځول شو خو خفه په دې ده چې دنيا ډېر پرمختګ کړی او دا عمل دلته اوس يا ډېر وروسته غېر اسلامي وګرځول شو.

فعال وايي دا عمل چې دومره ډېر وروسته غېر اسلامي وګرځول شو د دې نه اندازه لګي چې دلته په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته په کوم نظر کتل کيږي، دوی وايي چې عدالت فېصله وکړه پکار ده چې اوس مرکزي او صوبايي حکومتونه په سمدستي ډول دا په عمل کې راولي او دا عمل چې د سورې، وني يا وټې سټې په نوم هم ياديږی، په مکمله توګه يې مخه ونيول شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG