لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک لبیک د مخنیوي لپاره پنجاب کې د دوو میاشتو لپاره رېنجر وګومارل شول


واشنګټن ـــ له مرکزي حکومت سره د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته ناقانونه اعلان شوې توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک یو ځل بیا د اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړی خو مرکزي حکومت د هغوی د مخنیوي لپاره په پنجاب کې د دوو میاشتو لپاره د رېنجر ځواک د ځای پر ځای کولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شېخ رشید احمد د اکتوبر پر 27مه ماښام ناوخته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، رېنجر پولیس یې د 60 ورځو لپاره ګومارلي او پنجاب حکومت ته یې واک سپارلی چې هر ځای وغواړي له رېنجر پولیسو کار اخیستلای شي:

"د دوی [تحریک لبیک] ایجنډا څه بله ده، که یې ایجنډا بله نه وای ما به نن ماښام پنجاب رېنجر ته د امنیت ټینګولو لپاره نه وای سپارلی، د 60 ورځو لپاره پنجاب حکومت ته د ترهګرۍ ضد قانون 1995 د عملي کېدو واک هم سپارم".

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري په یو ټویټ کې ویلي، وړمه ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ غونډه کې د پالیسۍ ښکاره پرېکړه وشوه چې له تحریک لبیک ډلې سره باید د یو سیاسي ګوند په توګه نه بلکې د وسلوال تنظیم په توګه چلند وشي. وایي په دې غونډه کې د پوځ او استخباراتي ادارو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د تحریک لبیک غړي له مرکزي حکومته غواړي چې د دوی نیول شوی مشر سعد رضوي دې خوشی کړی او د اسلام د پیغمبر د خاکو جوړولو پر سر دې د فرانس سفیر له پاکستانه وباسي، خو شېخ رشید وایي د فرانس سفیر په پاکستان کې دا مهال نه شته او که وي هم دوی یې نه شي ایستلای.

د شورو- چارشنبې په ورځ لاهور ته نیژدې د سادوکي په سیمه کې د تحریک لبیک غړو پر جي ټي سړک خپل لاریون بیرته پیل کړ، چې پولیسو ورباندې د مخنیوي لپاره اوښکې بهوونکی ګېس و غورځاوه.

په دې مهال د پولیسو او د تحریک لبیک د سلګونو غړو تر منځ نښته پیل شوه، رپوټونه وایي احتجاج کوونکو په دې مهال پر سړک ولاړو ځینو ټرکونو ته د اور اچولو هڅه کړې او شاوخوا ودانیو ته یې هم زیان اړولی، خو د ټي ایل پي مشران دا خبرونه بې بنیاده ګڼي.

شېخ رشید وایي د تحریک لبیک له غړو سره په تازه نښته کې درې پولیس وژل شوي او 70 ټپیان دي چې وایي د اتو تنو حالات ښه نه دی، خو د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي څلور پولیس وژل شوي او شاوخوا 250 کسان ټپیان شوي دي.

د پنجاب د مرید کې او شېخوپوره له روغتونونو تر لاسه شوي معلومات ښیي چې شاوخوا 50 ټپي پولیس د علاج لپاره وروړل شوي دي.

د پنجاب پولیس چارواکي وایي په لاریون کې شریکو ځینو احتجاج کوونکو وسله هم را اخیستې وه او هغوی پر پولیسو ډزې کړې دي، خو د تحریک لبیک مشرانو هم دعوه کړې چې پولیس د دوی پر غړو بریدونه کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید تور پورې کړ چې د تحریک لبیک غړو کلاشنکوفونه را اخیستي وو او مخامخ یې پر پولیسو ډزې کړې دي.

شېخ رشید یو ځل بیا د تحریک لبیک له غړو وغوښتل چې بیرته پر شا وګرځي، ځکه چې وایي د پاکستان حالات د دې وړ نه دي چې د فرانس سفارت بند کړي، وایي تحریک لبیک ورسره وړمه ورځ د سړکونو د بیرته پرانیستلو ژمنه کړې وه خو خپله ژمنه یې پوره نه کړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG