لاس رسیدونکی لینک

 
له سعودي وروسته به پاکستان ایي ایم ایف نه هم پور ترلاسه کړي؟
تازه خبر

له سعودي وروسته به پاکستان ایي ایم ایف نه هم پور ترلاسه کړي؟


پاکستان د کال ۱۹۵۰ راهسې د نړیوال اقتصادي فنډ غړی دی اؤ دخپل ګډوډ اقتصادي وضعیت او په وارداتو د زیاتې اډاڼې له امله کال ۲۰۱۹م پورې پاکستان ۲۲ ځله د ايي ایم ایف څخه پورونه اخستي دي- 

د سعودي عرب له اړخه د پاکستان د پاره د ۴.۲ اربه ډالرو د پور داعلان نه وروسته احتمال ښودل کیږي چې د نړیوال مالیاتي فنډ یا ایي ایم ایف له لوري به هم پاکستان ته دیو ارب ډالرو پور منظور کړی شي-

پاکستان د کال ۱۹۵۰ راهسې د نړیوال اقتصادي فنډ غړی دی اؤ دخپل ګډوډ اقتصادي وضعیت او په وارداتو د زیاتې اډاڼې له امله کال ۲۰۱۹م پورې پاکستان ۲۲ ځله د ايي ایم ایف څخه پورونه اخستي دي-

اقتصاد پوهه پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي دا دپاکستان تاریخ پاتې شوی دی چې د غیرمستحکم اقتصاد له امله د پاکستان هر حکومت هڅې کړي چې دایي ایم ایف نه پور ترلاسه کړي خو د سختو شرطونو له کبله یې دپورونو دا پروګرامونه ډير کم سرته رسیدلي دي-

د پروفیسر منظور علي په وینا اوسنی حکومت هم دغه ستونزې سره مخ دی ځکه چې دپاکستان په څېر هیواد چې ګراني پکې د مخکې نه ډیره زیاته ده دغه شرطونه نه شي زغلمی-

داسټیټ بانک د شمیرو تر مخه دپاکستان بهرني پورونه د روان کال د جولايي تر میاشتې 122 بیلینه ډالرو ته رسیدلي دي-

تیرو لسو کلونو کې دوه چنده شوؤ دغو پورونو کې تر ټولو زیات د عمران خان د واکمنۍ په دوره کې ترلاسه کړی شوي دي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد ډیوه ته وایي د پاکستان اقتصاد به تر هغه نه سمیږې ترڅو هیواد ته بهرنۍ پنګې نه وي راغلې، صادرات سیوا شوي نه وي یا بهرنیو هیوادونو کې دمیشت پاکستانیانو له اړخه د رالیږونکو پیسو کچه نه وي زیاته شوې-

د پاکستان بیورو اف سټیټسټکس د شمیرو تر مخه کال ۲۰۲۱ د جولایې تر میاشتې دپاکستان تجارتې خساره ۳۱.۱ بیلینو ډالرو ته رسیدلې چې د کال ۲۰۱۹ اؤ ۲۰م په مقابله کې ۳۴ فیصده زیاته ده-

پر پاکستان دچین له اړخه دورکړل شوؤ پورونو د ۱.۴ بیلینه ډالرو دقسط بېرته ستنولو د پاره هم فشار دی.

د خزانې د پاره د وزیراعظم سلاکار شوکت ترین که څه هم د سعودي عرب له اړخه اعلان شوې ۴.۱ بلین ډالر د اقتصاد د پاره ګټول ګرځوي خو د څیړونکو وینا ده چې د پاکستان د پاره د ایي ایم ایف پروګرام ډیر ضروري دی ولې چې د دې له امله نورو نړیوالو مالیاتي ادارو څخه قرضې ترلاسه کولو کې اساني وي او که چرې دا لوظنامه ناکامه شوه نو د سعودې پیسې د هیواد د اقتصاد د پاره هیڅ هم نه کولی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG