واشنګټن – هند له چین سره په پوله د فشارونو پر وخت د اټومي وړتیا لرونکی توغندی ازمویلی چې ۵۰۰۰ کیلومټره واټن وهي.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې، د هند د حکومت په بیان کې راغلي دي، چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ددغه میزایل بریالۍ ازموینه د هند له هغۍ پالیسۍ سره سمه شوې چې دوی به لومړي نه وي چې دا وکاروي.
په بیان کې راغلي دي، د Agni-5 میزایل له بنګال سره اوبو کې "له ډېر زیات دقت سره" لګېدلی دی.
د پېکنګ د میزایلو ځواکمن سیستم نوی ډلي دې ته اړ ایسته چې په وروستیو کلونو کې د خپلو وسلو سیستم ته وده ورکړي او له Agni-5 سره اوس کولای شي د چین په نېږدې ټولو برخو باندې برید وکړي.
هند لا له مخکې څخه کولای شول په ګاونډي پاکستان کې په هر ځای برید وکړي.
هند له چین سره د زیاتېدونکي سټراټېژېکۍ سیالۍ له امله چې غواړي د خپل هېواد دفاعي وړتیاوې زیاتې کړي، د ۱۹۹۰ یمې لسیزې راهیسې په خپلو منځني او اوږده واټن توغنديو باندې کار کوي.
د هند او چین ترمنځ لانجه په لداخ نومې غرنۍ سیمه کې د لانجمنې پولې پرسر ده. هند همدارنګه په پېکنګ باندې شک لري چې غواړي د هند په سمندر کې خپل اغیز زیات کړي.
د هند او چین د پوځي قومندانانو ترمنځ خبرې چې له لانجمنو سیمو څخه خپل سرتیري په شا کړي د دې میاشتې په سر کې بې له کومو پایلو پای ته ورسېدې او په دې کې پاتې راغلل چې د ۱۷ میاشتو راهیسې دغه روانه لانجه چې مرګ ژوبله هم لري پای ته ورسوي.
هند او چین په خپلو کې په ۱۹۶۲ کال کې یوه خونړۍ جګړه هم کړې ده.
هند د چین د نوي ځمکني سرحد قانون سره مخالفت څرګند کړی
هند د چین لخوا د نوي ځمکني سرحد د قانون په پاس کېدو باندې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دوی تمه لري پېکنګ به داسې کار و نه کړي چې په یو اړخیزه توګه په سرحدي سیمه کې حالات خراب کړي.
امریکا غږ لیکي، د چین د خلکو کانګرس د خالي یا شنبې په ورځ دغه قانون په داسې حال کې پاس کړ چې دواړو هېوادونو د همالیا په لانجمنو سیمو کې په لسګونو زره سرتیري ګمارلي دي.
په نوي ډلي کې څېړونکي دغه نوی قانون (The Land Borders Law) په لانجمنه پوله د چین د سخت دریځ نښه بولي.
په دغه قانون کې چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه پلی کېږي، د چین خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا مقدسه او نه ماتېدونکې بلل شوې.
دغه قانون وايي، "دولت باید د ځمکنۍ بشپړتیا او د پولو د ساتلو لپاره لازم ګامونه واخلي او د هر هغه عمل په وړاندې دفاع وکړي چې ځمکنۍ بشپړتیا او پولې ورسره ګواښل کېږي."
دا لومړی ځل دی چې چین د پولو د ساتلو لپاره داسې یو قانون تصویبوي که څه هم دغه هېواد د روسیې په ګډون له ۱۴ هېوادونو سره ګډې پولې لري خو یواځې له هند او بوتان سره یې پوله نارامه دي.
د هند او چین ترمنځ په همالیا غرنۍ سیمه کې لانجه تېره کال رامنځ ته شوه. نوي ډلي تور لګاوه چې چینايي سرتیري په لداخ نومې سیمه کې د هند خاورې ته ننوتي دي چې له امله یې خونړۍ نښته شوې په کومه کې چې ۲۰ هندي او څلور چینايي سرتیري وژل شوي وو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، " د چین لخوا یو اړخیزه پرېکړه چې قانون پرې پاس کړي له دې سره پر پوله باندې دوه اړخیزه ترتیباتو باندې ناوړه اغیزه کېدای شي او هم د پولې په اړه پوښتنه زمونږ د اندېښنې وړ هم ده."
د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام بغچي په یو بیان کې ویلي، "دواړو لوریو په دې موافقه وکړې وه چې د پولې په اړه پوښتنو ته به په مناسبه توګه چې دواړو ته د منلو وي د حل ګډه لاره موندل کېږي."
هغه دا هم وویل، "مونږ له چین څخه تمه لرو چې د دغه قانون لاندې د هر ډول کړنو مخنیوي وکړي ځکه کېدای شي له دې سره د هند او چین ترمنځ په سرحدي پولو باندې حالات خراب شي."
د هند او چین ترمنځ د ۳۴۸۸ کیلومټره پولې په اوږدو کې څو ځایه جنجالي سیمې شته چې یو او بل پرې د ځان لپاره دعوه کوي.