لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان دوضعیت له امله پاکستان کې دګاډو دکابلي پرزو نرخ ختلی دی


د افغانستان د روان وضعیت اغېزې د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو په اقتصاد او د عام ولس په کاروبارونو هم شوې دي.

کاروباریان وایي په افغانستان کې د طالبانو لخوا د واک ترلاسه کولو نه وړاندې به د ډېرو څيزونو په شان د ګاړو پرزې چې ورته به کابلی سپېر پارټ ویل کېدو په اسانۍ سره پاکستان ته راتلو،خو اوس حالات بدل شوي دي او ددغه پرزو پاکستان ته را اړولو کې کمی راغلی دی .

دکاروباریانو په وینا پاکستان ته دافغانستان څخه دګاډو د پرزو نه راتلو له امله ددغه سامان بېعې لوړې شوې دي او دغه کاروبار سره تړلي خلک د ستونزو سره مخ دي.

دا دپنجاب صوبې دپنډۍ يو لویې بازار چاه سلطان کې د افغانستان نه راغلي د ګاړو زړو پرزو يا د کابلي سپېر پارټس کاروبار کيږي.

دلته کاروبار کونکي وايي چې د افغانستان د بې باوره وضعیت له امله هلته نه د سامان راتلو کې کمی راغلی دی چې له وجې يې که يو خوا دکابلي سامان بېعې زياتې شوي دي نو بل خوا اوس دغه سامانونه هم د وړاندې په شان نه ترلاسه کیږي.

دیاد بازار یو کاروباري عمران خان وایي"بې مثاله ګراني راغلې ده، څيز په لس روپۍ وي او اوس يې په شل مونږ اخلو، نو په پينځويشت او دېرش باندې يې ګاهګ او دوکاندار چرته اخلي"

په دې بازار کې کاروبار کونکي وايي چې دافغانستان د حالاتو له امله اوس دوئ مال د تورخم د لارې نه راغواړي او هڅه کوي چې د جاپان نه نېغ په نېغه راغلی مال يا سامان د اسلام اباد ډرائي پورټ نه واخلي.

دغه تجاران وایي "د ډرائي پورټ نه اخستی دغه مال مونږ ته د زياتو ټېکسونو له وجې ګران پرېوځي چې له امله يې مونږ هم مخکې ګران خرڅوډ او هم دا وجه ده چې بېعې لوړې شوې دي"

دچاه سلطان بازار دیو کاروباري په خبره "مخکې به دې چې مال په تورخم کې واخستو،نو هغه به په کال يا شپږو مياشتو کې هم نه شو رارسېدلی. او اوس داسې ده چې دلته ته مال په ډرائي پورټ کې واخلې نو هغه ته په سحر را اوچتولی او خرڅولی شې. دلته سهولت ډېر دی "

دې بازار ته راغلی يو سامان اخستونکی شیرزمان وايي چې هغه دلته د ډېر مودې راهسې راځي او دلته نه د ګاړو سامان اخلي خو اوس دلته هغه شان سامان نه ترلاسه کيږي څنګه چې به مخکې ترلاسه کیدو.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي چې اوس په دې بازار کې د سامان په نرخونو کې خوا او شا سل فيصدي اضافه شوې ده.

"اوس موجوده کاروبار کې دا فرق راغلی دی چې مخکې به دا څيزونه ډېر ارزان ترلاسه کېدل او اوس ډېر ګران دي. په کال ۲۰۱۲ کې به چې کوم څيز په ۲۰ زره روپۍ ترلاسه کیدو اوس هغه يو لک روپو ته رسېدلی دی"

کاروباریان وایي د افغانستان نه د ګاډو د راتلونکو کابلي سامانونو غوښتنه ډېره ده خو اوس ددې سامان په راوړو کې کمی راغلی دی چې له وجې يې په دې بازار کې اوس کاروبار هغه شان نه کيږي څنګه چې به وړاندې کېدو.

د ځايي کاروبار کوونکيو وېنا ده چې که د ګاډو د کابلي پرزو يا سپېر پارټس حالات هم داسې روان وي نو ډېر زر به دې بازار کې د کابلي سامان کاروبار ختم شي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG