لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چارسده کې د کونترو د جګړې په سر قهرجنو مظاهره چيانو يو تن ژوندی سوځولی


د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې پوليس ډي اېس پي اياز محمود وي ا او اې ډیوه ته وویل د جمعې په ورځ د دوو تنانو ترمینځه د کونترو د لېن دېن په سر جګړه شوې او يو تن پکې ووژل شوی دی.

د پېښې وروسته د کلي خلکو احتجاج کوو او بيا قهرجنو مظاهرہ چیانو د تور قاتل کور ته اوور اچولی چې پکې تورن قاتل ژوندی سوځول شوی دی، او د هغه مور چې په کور کې موجود وه هغه پکې ټپي شوې دہ او خور يې بچ کړی شوې دہ.

" يو هلک مظاهرينو د کوټې د چت نه راغورځولی او په اوور کې یې سوځولی دی".

پوليس وایي دا پېښه د چارسدې پله ډهيرۍ کې رامینځته شوې دہ.

پوليس وويل د پېښې وروسته يې 13 کسان نيولي دي او نورې پلټنې روانې دي.

د پوليسو په وېنا قهر جنو خلکو يو پوليس اېس ايچ او درې نور پوليس اهلکار هم ټپيان کړي دي.

ځايې خلک وایي سوځول شوی تن افغان کډوال دی او دلته يې د کډوالۍ ژوند تيرولو.

پوليس وایي دوي ته هم ځايي خلکو دغه خبره کړې او د سوځول شوي تن نه پاکستاني شناختي کارډ ترلاسه شوی او د مور او خور نه يې ورته پاکستاني شناختي کارډونه نه دي ترلاسه شوي، پوليس وايي په دغه اړه نورې پلټنې روانې دي.

قانون پوهه او ټولنيز فعال اېډوکېټ شهاب خټک ډيوه ته وويل د تورن قاتل داسې وژل په غېر مهذبه ټولنه کې کېږي د دې سزا جزا د پاره په ملک کې پوليس، عدالتونه او نوره رياستي ډهانچه موجود ده۔

" په خلکو کې د تشدد رجهان باندې څيړنې پکار دي، د رياست متشددہ پاليسۍ له وجې بيا داسې پېښې مخې ته راځي".

د دې پېښې په اړه د خېبر پښتونخوا وزير اعلا د پلټنو امر کړی او د پوليسو ایي جي نه يې د پېښې رپورټ غوښتی دی.

وزير اعلا ویلي چاته به هم د قانون په لاسو کې د اخستو اجازه نه ورکړل کيږي او د دې پېښې به بې پلوہ پلټنې کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG