لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دحکومتي قوانینو له امله د ډیجیټل میډیا ازادي اغېزمنه شوې ده،رپورټ


د غیر دولتي ادارې انسټیټیوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ په کليز رپورټ کې ویل شوي چې کال 2020 - 21 کې د پاکستان د ډېجټل مېډيا ازادي د حکومتي قوانینو او د اظهار ازادۍ ته دپېښو ګواښونو له کبله اغېزمنه شوې ده.

په دې رپورټ کې ويل شوي که څه هم پاکستان کې د کرونا دنړیوالې وبا پر مهال انټرنيت ته په لاس رسي او ددې په استعمال کې په محدوده کچه کاميابې ترلاسه شوې خو ډېجټل ویش د هېواد ښځې، مذهبي اقليتونه او پسمانده ډلې زياتې اغېزمنې کړې دي.

دانسټیټیوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ لخوا دا رپورټ په نړيواله کچه د اکتوبر پر 26مه د انټرنيت د ورځې نمانځنې په اړوند خپور کړل شوی دی.

د کال 2020.-21 په دې رپورټ کې ويل شوي چې د ډېجټل مېډيا د ازادیو په اړه په رپورټ کې د پينځوؤ څانګو احاطه شوې چې پکې انټرنېټ ته لاس رسی، ان لاین ازادي، رازداري، قانوني چوکاټ او عدالتي عملیات شامل دي.

رپورټ وايي په پاکستان کې دمېډيا د کارکوونکو او د انټرنيت د کاروونکو ډېجیټل ازادي د انلاین موادو د څارنې د حکومتي لانجمنو قوانینو او ددې د انتظام دپاره د مرکزى ادارې وړاندیزونو په خطر کې غورځولې ده.

د رپورټ ترمخه د کال 2020 - 21 په مهال پاکستاني خبريالان پرله پسې د بدسلوکۍ، ویرولو او په ټولنيزو رسنیو د هغوئ د مسلکونو د بدنامولو لپاره کوټلې هڅې شوي او په نخښه کړی شوي دي.

رپورټ وايي پاکستان کې انلاین ازادۍ د خطر سره مخامخ شوي دي او کال 2021م کې د هیواد درجه په سلو کې 25 درجې لاندې راغلې ده. دا درجه تېر کال شپږويشت وه.

د رپورټ خپرونکې ادارې مشر محمد افتاب عالم ډيوه ته وايي د رپورټ په مهمو موندونو کې څرګنده شوې چې تېر ټول کال د الېکټرونيکي جرمونو د مخنیوي قانون په حواله مهم ؤ.

هغه وايي په دې موده کې په لويه شمیره کې د صحافيانو او بشري حقونو د فعالينو پرضد د پيکا دقانون لاندې مقدمې درج شوي او دپاکستان ټیلي کميونيکېش اتهارټۍ لخوا دټولنيزو رسنيو مهارولو په غرض نوي قاعدې جارى کړي او په عدالتونو کې قضيې هم چلېدلي.

سږکال د اکتوبر په 28مه نېټه دخبريالانو د ژغورنې نړيوال تنظیم کمیټي ټو پروټیکټ ژورنالسټ هم پاکستان دصحافيانو دپاره نهم خطرناک هېواد ګرځولی.

د سي پي جې رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان کې دکال 1992 راهسې 62 صحافيان وژل شوي چې وروستی خبریال پکې د روان کال د اکتوبر په لسمه نېټه د بلوچستان په حب ښار ګوټي کې ووژل شو.

پاکستان کې د صحافيانو دتر ټولو ستر تنظیم پاکستان فیډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سیکتر ناصر زيدي ډيوه ته وايي صحافيان نه خو انلاین د اظهار ازادي لري او نه په مطبوعاتو کې.

هغه وايي کال 2020 کې اته صحافيان د کار په مهال وژل شوي خو دا پلټنې نه دي شوي چې د هغوئ د وژنو پر شا د چا لاس ؤ.

سي پي جې هم خپل وروستي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په يو شمېر هغو صحافيانو بریدونه شوي یا ځورول شوي چې د امنیتي ادارو یا حکومت په تګلارو په څرګنده ډول نيوکې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG