لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد: زموږ حکومت په رسمیت نه پېژندل نړیوالې ستونځې جوړولای شي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې واکمن طالبان وایي امریکا او نوره نړۍ که غواړي چې د دوی له هېواده ورته خطر پېښ نه شي نو د دوی حکومت دې ومني. د نړۍ هېوادونه له طالبانو د داسې ټولشموله حکومت غوښتنه کوي چې ښځې هم پکې برخه ولري خو طالبانو پرون بیا په کابل کې د ښځو د هغه احتجاج مخه نیولې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو څه کم دوې میاشتې کېږي خو لا هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبانو پر امریکا او نورو هېوادونو ږغ کړی چې د دوی حکومت ومني، وایي که د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي او د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نه شي نو دا به نه یواځې افغانستان بلکې نورې نړۍ ته هم ستونځې جوړې کړي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته ویلي:

"امریکې ته مو پیغام دا دی چې که زموږ د حکومت نه تسلیمول دوام ولري، د افغانستان ستونځې به هم دوام لري او دا د ټولې سیمې ستونځه ده او د نړۍ په ستونځه هم بدلېدای شي".

ذبیح الله مجاهد ویلي تېر ځل چې د طالبانو او امریکې تر منځ جګړه پېښه شوه د هغه سبب هم دا وو چې دواړو اړخونو له یو بل سره رسمي سفارتي اړیکې نه لرلې.

په 2001م کال کې پر امریکې د یوولسم ستمبر تر بریدونو وروسته دې هېواد هغه وخت پر افغانستان بریدونه وکړل، چې د طالبانو واکمن حکومت ورته د القاعده د مشر اسامه بن لادن له ور سپارلو انکار وکړ.

د رایټرز د خبر له مخې ذبیح الله مجاهد ویلي "هغه مسایل- چې د جګړې سبب شول- د خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي له لارې حل کېدای شوای".

د طالبانو ویاند وایي د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل د افغان ولس حق دی. په داسې وخت چې د طالبانو حکومت لا کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د طالبانو اعلی چارواکو په هېواد کې دننه او بهر د نورو هېوادونو له چارواکو سره لیدنې پیل کړې دي چې وکولای شي د خپل حکومت منلو ته یې تیار کړي.

ذبیح الله مجاهد خبري غونډې ته ویلي نړۍ به اخر مجبوره شي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني ځکه چې وایي دا دوه اړخیزه اړتیا ده. وایي یواځې افغانستان رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لري:

"هېوادونه هم که له موږ د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي او له افغانستانه ورته خطر نه وي دوی هم باید موږ د یوه ذمه وار اړخ په توګه په رسمیت وپېژني، بیا به موږ خپله دنده او د هغوی پر وړاندې ذمه وارۍ پر ځای کړو."

طالبانو په داسې وخت کې له نړۍ د دوی د حکومت د منلو غوښتنه کړې چې ښځې او اقلیتونه لا هم د دوی په حکومت کې برخه نه لري، د نجونو مډل او های سکولونه تړلي او ښځې په بشپړه توګه د کار اجازه نه لري.

پرون یو شمېر ښځې د خپلو تېرو احتجاجونو په دوام یو ځل بیا د کابل ښار سړکونو ته د احتجاج لپاره راوتلې وې، خو دوی وايي طالبانو یې د وسلو په زور مخه نیولې ده، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغو ښځو ویلي د احتجاج مقصد یې د افغان ماشومانو بد حالت په ګوته کول، د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادېدل، د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار د حق غوښتنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG