لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرعلي:دپولیسو په لاس د دوؤ کسانو د وژنې په ضد دسیمې خلکو سخت احتجاج کړی


ځايي خلکو تیره ورځ ددې پیښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې او د وژل شوؤ کسانو کورنۍ ویلي وژل شوی کسان بېګناه وؤ او تیرو څو میاشتو نه امنتي سرتیرو سره بندیوان وؤ.

دوه ورځې وړاندې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیسو ويلي وؤ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې داستخباراتي مالوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او د پاکستاني طالبانو علیم خان ډلې دوه مهم ترهګر پکې وژل شوي دي.

خو ځايي خلکو تیره ورځ ددې پیښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې او د وژل شوؤ کسانو کورنۍ ویلي وژل شوی کسان بېګناه وؤ او تیرو څو میاشتو نه امنتي سرتیرو سره بندیوان وؤ.

دوئ وایي باید وژل شوؤ کسانو سره سره قانوني چلند شوی وی.

په 29 اکتوبر دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیس دعوه کړې وه چې د شمالي وزیرستان دمیرعلي په بوب علي کلي کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس دعملیاتو په مهال د وژل شوؤ کسانو نه وسلې اؤ لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي.

دپولیسو لخوا رسنیو ته په لیږل شوي بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو نومونه لعل مرجان مشهور په یاسر اؤ زرقیوم مشهور په زړګي ښودل شوي وؤ.

بل لور ته په میر علي کې تیره ورځ احتجاجي مظاهره شوې او ځايي خلکو او د وژل شوي یو تن کورنۍ ویلي ،وژل شوی تن بې ګناه دی او دا وژل شوي کسان د تیرو څو میاشتو نه د امنتي سرتیرو سره بندیوان وؤ.

دغه احتجاج کوونکي چې پکې د وژل شوؤ کسانو دکورنیو دغړو تر څنګ د علاقې خلک، دسیاسی ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ،او یوتهـ اف وزیرستان فعالینو ګډون کولو، تیره ورځ د میرعلي په چوک سیمه کې راغونډ شوي وؤ.

مظاهره چیانو وژل شوي کسانو ته دانصاف ترلاسه کېدو ترڅنګ دناامنۍ دمخنیوي شعارونه ورکول.

د یو وژل شوي تن لال مرجان ورور وايي نوموړی د فبروري په میاشت کې پولیسو په بنو کې هغه وخت نیولی ؤ چې په افغانستان کې د کډوالۍ له ژوند تیرولو وروسته بیرته راستون شوی ؤ.

هغه وویل پولیسو دی د بنو منډان تاڼه کې ساتلو او دهغه پرضد کومه مقدمه نه وه درج کړی شوې او دهغه دخلاصون لپاره دوئ عدالت کې کیس هم کړی ؤ.

نوموړي زیاته کړې، ورور یې بې ګناه وژل شوی او ددغه پیښې پلټنې دې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور په پشتین په خپله فیس بک پاڼه د وژل شوؤ کسانو معلومات په اړه معلومات خپاره کړي اؤ دعوه یې کړې چې دوئ له وړاندې پولیسو سره وؤ.

منظور پشتین وایي زر قیوم خان ولد سپیژمی خان خیسور سیمه شمالی وزیرستان سره تعلق لرونکی چې دوه ورورڼه یې دضرب عضب عملیاتو نه مخکې نقاب پوشو وژلي وؤ د مور پلار وروستی زوئ زر قیوم خان پاتې شوی ؤ.

دمنظور پشتین دمعلوماتو له مخې قیوم د رزق ګټلو د پاره اته میاشتې مخکې دوبۍ ته دمزدورۍ په ویزه روان ؤ او دتګ نه وړاندې نورنګ کې دخپلې خور کور ته هغې سره دلیدلو لپاره تللو چې هلته نه دسي ټي ډي پولیسو پورته کړی ؤ.


لعل مرجان ولد ګل دراز خان مداخیل دته خیل شمالي وزیرستان سیمې سره تعلق لرونکی هم یو غریب مزدور ؤ چې اته میاشتې وړاندې سي ټي ډي واله ؤ د خرګئ هوټل نه پورته کړی ؤ.

دمنظور پشتین لخوا دخپرو کړل شوؤ معلوماتو په اساس دوه شپې وړاندې دمیرعلي تحصیل شیره تله سیمې په کلي بوبالي کې دسي ټي ډي پولیسو د دوئ دواړو زر قیوم او لعل مرجان لاشونه ښکاره کړل او وئ ویل چې دا دواړه کسان اوس دوئ سره دمقابلې په مهال عملیاتو کې ووژل شول.

هغه وایي حالانکې دوئ دواړه مزدوران وؤ او اته نهه میاشتې د سیکورټي ادارو سره بندیان وؤ .

منظور پشتین پوښتنه کړې چې که د دوئ څه ګناه وه نو پرته له عدالت دوئ ولې ووژلی شول، تر کومې پورې به د پښتنو لاشونه بغیر د عدالت او ګناه په ظلم جبر غورځوي؟

د سیمې نه د قامي پارلیمان غړي او ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ په تویټر لیکلي" سي ټي ډي اته مياشتې وړاندې د شمالي وزيرستان دمداخيل اوسيدونکی لال مرجان او د خيسور سيمې زر قيوم نيولي وؤ اؤ د دوی مړي پرون په میرعلي کې وموندل شول"

هغه لیکلي "د وزیرستان پښتانه د امنیتي ځواکونو لخوا په هدفي بریدونو او جعلي مقابلو کې په سړه سینه وژل کیږي"

د یوتهـ اف وزیرستان پخواني مشر وقار داوړ وویل وزیرستان د ضرب عضب عملیاتو وروسته هم د نا امنۍ سره مخ دی اؤ هره ورځ پکې په امنیتي سرتیرو بریدونو سره د عامو خلکو د وژنو پیښې کیږي .

هغه وویل دوئ غوښتنه کوي چې په دغه پیښو کې ککړ کسان دې معلوم کړی شي خو ددغه کسانو دمعلومولو په ځائ په عام وخلکو تشدد کیږی او ځورول کیږي.

وي او ای ډیوه په دې اړوند د پولیسو مشر عقیق حسین سره د رابطې هڅه وکړه خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو .

په سیمه کې امنیتي سرچینو ډيوه ته وویل په علاقه کې دانامني مخنیوي کې لویه ستونزه داده چې کله امنیتي ځواکونه د ترهګرو پرضد عملیات کوي بیا د علاقې خلک احتجاجونه کوي او دغه ترهګر بېګناه ګرځوي.

دمیډیا د رپورټونو له مخې د روانې اکتوبر میاشت کې خیبر پختوانخواه کې ۲۶ امنیتي سرتیري د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي چې پکې اته پولیس دي اؤ نور دپوځ اؤ ملیشې عسکر دي.

یوازې شمالي وزیرستان کې داکتوبر میاشت کې په امنیتي سرتیرو نهه بریدونه ترسره شوي چې پکې یو پولیس اؤ ۱۲ دپوځ اؤ ملیشې عسکر وژل شوي دي.

دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک اؤ وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

په پاکستاني ځواکونو دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 15 اګست طالبانو افغانستان نیولی دی.

څېړونکي په پاکستاني ځواکونو د بريدونو د زیاتوالي علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي. او په حکومت تور پورې کوي چې د ترهګرۍ د مخې نیولو په ځای په افغانستان کې د طالبانو خواخوږی لیدل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG