لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت تحریک لبیک سره معاهده وکړه خو میډيا ته یې نه ده ښودلې


دپاکستان دحکومت لخوا دلاقانونه ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دهغوئ دتشدد نه د ډک احتجاج ودرولو لپاره دکامیابو مذاکراتو اؤ یوې معاهدې اعلان شوی خو ددغه معاهدې یا تړون جذئیات له یوې لوري هم مخې ته نه دي راوړل شوي.

څېړونکي دحکومت اؤ تحریک لبیک ډلې ترمنځ په شوي تړون حیرانتیا ښایي اؤ وایي دواړو خواؤ یو داسې تړون کړی چې نه پکې دتحریک لبیک داحتجاج ختمولو اعلان شته،نه پکې دهغوئ دبندي مشر سعد رضوي دخوشې کولو خبره شوې ده اؤ نه هم پاکستان نه دفرانسوي سفیر د ویستل کیدو یا نه ویستل کیدو خبره روښانه ده.

حکومت تندروه ډلې تحریک لبیک سره دا معاهده په داسې حال کې کړې ده چې څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو مرکزي ‌وزیر فواد چوهدري ویلې وؤ ریاست به دغه تندوره ډلې ته ځان تسلیم نه کړي اؤ دې تنظیم سره به اوس داسې چلند کیږي څنګه چې ریاست یوې وسله وال ډلې سره کوي.

داتوار په ورځ مذهبي مشر مفتي منیب الرحمان چې د حکومت اؤ تحریک لبیک ترمینځ مذاکراتو کښې داسانیو برابرؤلو دنده ورسپارل شوې وه،ددې معاهدې اعلان کړی دی خو دشوي تړون جذئیات یې میډیا ته نه دي ښودلي.

مفتي منیب الرحمان وایي زر به ولس ددې تړون مثبتې اغیزې پخپلو سترګو وویني خو هغه واضحه کړه چې دا معاهده به دپخوانيو معاهدو په څېر نه وي چې غرمه پرې لاسلیک وشي اؤ ماښام ترې فریقین انکاري وي.

مفتي منیب الرحمان په دغه موقعه دمیډیا نه غوښتنه کړې ده چې باید په هیواد کښې د امن د پاره خپل مثبت کردار ولوبوي .

خو دپاکستاني میډیا یو وتلي خبریال سلیم صافي بیا په ټویټر دحکومتي ویاند څخه لارښوونه غوښتې ده چې "دترسره شوي‌ دې پټ تړون نه وروسته به اوس موږ میډیا واله تحریک لبیک په کوم نوم یادوؤ؟"

هغه پوښتلي چې "له دې وروسته به اوس موږ دوئ (تحریک لبیک ) ته کالعدم مذهبي تنظم وایو ، دانډیا نه پنګې اخستونکی غدار تنظیم به یې بولو که په وطن مئین،د رسول دعاشقانو یا هم دکوم قانوني یا سیاسي تنظیم په نوم به یې یادوؤ"

دعمران خان دحکومت جوړیدو نه مخکې چې کله تحریک لبیک ډلې دنواز شریف دحکومت په مهال احتجاجونه کول نو دعمران خان دګوند زیاترو مشرانو (چې اوس مرکزي وزیران دي) دوئ د رسول دعاشقانو په نوم یادول خو په نزدې ورځو کې حکومتي وزیرانو تورونه لګولي چې تحریک لبیک سره دهند نه مرستې کیږي اؤ دا تنظیم یې دیوې فسادي ډلې په نوم یاد کړی.

مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې مفتي منیب الرحمان ویلي د حکومت لخوا تحریک لبیک سره مذاکراتو کښې خارجه وزیر شاه محمود قریشي، د قامي‌اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر اؤ مرکزي وزیر علي محمد خان برخه لرله اؤ د تحریک لبیک استازیتوب علامه غلام عباس اؤ حافظ محمد حفیظ کړی دی.

خارجه وزیرشاه محمود قریشي ویلي دي چې د قامي سلامتیا دکمېټې غونډه کښې دا فیصله شوې وه چې د خبرو د لارې به دا مسله هوارولی شي ځکه چې هیواد داړي ګړي زغملو توان نه لري‌.

هغه وویل هغه طاقتونه به ددې معاهدې له امله خفه وي چې دلته یې اړی ګړی غوښتو.

په دغه مهال خارجه وزیر شاه محمود قریشي میډیا ته دا اجازه نه ده ورکړې چې ددې معاهدې په هکله څه پوښتنه وکړي.

پېښور کې میشت خبریال شمس مومند په ټویټر په دې تړون دطنز په توګه لیکلي "دا یوه یوه تاریخ سازه معاهده ده چې نه پکې داحتجاجي پرلت دختمولو اعلان شته،نه پکې دسعد رضوي دخوشې کولو خبره شوې ده ،نه پکې دفرانسوي سفیر په هکله څه ویل شوي اؤ نه هم چاته ددې تړون به هکله دپوښتنې کولو حق ورکړل شوی دی"

د پاکستان شخصي میډیا د سرچینو له خولې وایي چې ددې معاهدې ترمخه به کالعدم تحریک لبیک تنظیم خپله احتجاجي ناسته چې دا مهال د پنجاب وزیر آباد ښار کښې ده سمدستي ختموي، حکومت به د تحریک لبیک نیول شوي غړي خوشې کوي اؤ ددوئ پرضد جوړې مقدمې به هم ختموي.

د تنظیم دنیول شوي مشر حافظ سعد رضوي چې حکومت سره په مذاکراتو کښې شامل ؤ، د هغه دخوشې کولو په اړه څه غوڅه خبره مخې ته نه ده راغلې.

د حافظ سعد رضوي دخوشې کولو اؤ د پیغمبر اسلام دسپکاوي دخاکو په معامله پاکستان نه د فرانس دسفیر ویستلون دغوښتنو سره لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبیک د روانې میاشې په ۲۲مه نیټه لاهور ښار نه خپل احتجاج پیل کړی ؤ.

کله چې دغه ډلې اسلام اباد ته داحتجاجي لاریون اعلان وکړو دهغې راپدیخوا حکومت ویلي وؤ دوئ به اسلام اباد ته نه پرېښودل کیږي اؤ یادې ډلې په هر حال اسلام اباد ته دتګ هوډونه ښودل .

دحکومت دعوه ده چې داحتجاج په مهال تحریک لبیک د تشدد لاره خپله کړې وه اؤ پینځه پولیس یې وژلي دي.

تر دې تړون وړاندې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر اعلان کړی ؤ چې نور به دې ډلې سره دیوې ترهګرې ډلې په څېر چلند کولی شي خو بیا دپوځی اؤ حکومتي مشرانو له ګډې غونډې سمدستي وروسته حکومت دغه ډلې سره دمذاکراتو پیل کولو اعلان کړی ؤ.

په تحریک لبیک ډلې داسې تورونه هم پورې کیږي چې ترشا یې دپاکستان استخباراتي شبکې ولاړې دي اؤ هغوئ یې د خپلو سیاسي ګټو لپاره وخت په وخت سړکونو ته راوباسي خو پوځ دریځ لري چې دهیواد په سیاست کې هیڅ لاسوهنه نه کوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG