لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: پنجګور کې چاودنه شوې، دوه کسان پکې وژل شوي او درې سرتيري ټپيان شوي


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په يوه چاودنه دوه کسان وژل شوي او درې د اېف سي ځواک سرتيري پکې ژوبل شوي دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه دغه چاودنه د اتوار/يکشنبې په ورځ (31 اکتوبر) په پنجګور بازار کې شوې ده.

پوليس چارواکو ويلي، چاودېدونکي مواد په سړک دپاسه په ودرول شوي موټر سايکل کې په ځای کړی شوي او د اېف سي ځواک ګاډی پکې په هدف کړی شوی دی.

چارواکو ويلي په چاودنه کې دوه لاروي وژل شوي او د اېف سي ځواک درې سرتيري ټپيان شوي دي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د بلوچستان صوبې وزيراعلا عبدالقدوس بزنجو چاودنه غندلې او ویلي يې دي ترهګر د دښمن د مخالفه هيوادونو په ايجنډا لګيا دي په ملک کې بدامني جوړوي.

په وروستيو میاشتوکې د بلوچستان په بېلابيلوبرخو او د خېبرپښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

خو ورسره په بلوچستان صوبه کې بيا سي ټي ډي پوليس وخت په وخت دعوې کوي چې د بېلتون خوښو ډلو سره تړاو لرونکي ترهګر او د داعش وسله وال يې وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG