لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د ځمکې په سر 120 کلنه لانجه هواره شوې


په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د وزير او دوتاني قبايلو ترمينځ د ځمکو د مالکيت 120 کلنه لانجه هواره شوې او د ضلعې مشر مرستیال کمشنر خالد اقبال خټک ویلي د جنوبي وزيرستان په دوه ضلعو تقسيمولو او د ډيمارکیشن پلان باندي کار شروع کړی چې ترمخه يې په وړومبي پړاو کې دا لانجه هواره کړې ده.

د ضلعې انتظاميې لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي د ضلعې مشر مرستیال کمشنر خالد اقبال خټک د حدبندۍ په پلان کار شروع کړی او ترمخه يې د واڼه سب ډویژن په کرکڼه سيمه کې د وزير او د دوتاني قومونو ترمينځ د زمکي د 120 کلنه لانجه هواره کړې شوې ده.

انتظامیه دغه شخړه تر هغه وروسته هواره کړه پکې په لسګونو شمیره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دواړو قبیلو حکومت ته خواست کړې وه چې دا پریکړه دې د انګریز وخت په ویش وشي. خو هغه وخت د واڼه سب ډویژن مرستیال کمیشتر بشیر خان وي او اې ډیوه ته ویلي وو چې صوبايي حکومت به يو کمېشن جوړوي او هغه کمېشن چې څه فېصله وکړي انتظامیه به یې عملي کوي.

بیان کې ویل شوي د انتظامیه مشر د دواړو قبیلو ترمینځه د ځمکې د ملکیت د حد بندې څلۍ په خپله ایښېې او په دي موقع اسسټنټ کمشنر وانا بشير خان، تحصيلدار وانا، د زمکني نقشو او حدودو کميشن ماهران هم موجود وو او د سيکورټي لپاره د ايف سي ځواک او د پوليس په لويه نفری هم موجود وو.

د وزیر قبیلې یو مشر او د جرګې غړي سردار علي وویل انتظامیه دا پریکړه د دواړو قبیلو په خوښه کړې ده.

د دغه قبیلو ترمنځ د سرحدي لانجې پر سر څو ځلې نښتې شوې، چې په ترڅ کې يې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. خو دا خبره به هم د مړو او ژوبلو د شمېرې له محاسبې وروسته وشي.

دوتاني قبیلې یو مشر ډاکټر نور محمد دوتاني وویل دوی د وړاندې نه انتظامیه ته خواست کولو او په دې وېش کې د واړو قبیلو رضامندي هم شامله ده هغه وویل د دواړو قبیلو نه انتظامیې د یو یو کروړ روپو ضمانت اخستی دی، انتظامیې کار پیل کړی خو لا یې پوره سرحد نه دی ښکاره کړی چې دا د انګریز د وخت وېش مطابق ده او که نه.

د پاکستان وزير عمران خان د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ډېره اسماعيل خان ګومل پوهنتون ته د وينا پر مهال جنوبي وزيرستان په دوو ضلعو جوړولو اعلان کړى وو. هغه وويلي وو، تر څو چې د وزیر او محسودو دواړو قومونو تر منځ د ځمکې د ملکيت پر سر جوړې ستوتزې هوارې شوي نه وي، دوه ولسوالۍ به نه جوړېږي او صوبايي حکومت ته لارښوونه کړې چې د ځمکو د ملکیت په سر جوړې مسلې دې حل کړي.

له دې وړاندې په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وو د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي.

هغه ويلي وو په قبايلي علاقو کې د ځمکو په سر شخړې موجودې دي او د چا ترمنځ چې شخړې وي د علاقې رواياتو په کتو به د جرګې د لارې هغه شخړې هوارولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG