د امريکې صدر جوبايډن اعلان او ژمنه کړې چې امریکا به د چاپيريال د تودوخې د اثراتو د کمولو هڅې کوي. نوموړي دغه خبره د ملګرو ملتونو د چاپيريال د بدلون په اړه د سکاټ لېنډ په ګلاسکو ښار کې د نړۍ د 100 څخه زياتو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړې ده.
جوبايډن ويلي، "هغه (امریکا) به د چاپيريال دپاره د هغه هدف پوره کولو جوګه وي کومه څرګندونه چې يې په تير اپرېل کې کړې وه، د کارخانونه نه وتونکی لوګی يا کاربن ګېس به د کال 2030 پورې د کال 2005 کچې ته د 50 نه 52 فيصده پورې راکم کړي".
هغه زياته کړې "امریکا به نه يواځې نړۍ ته دا ښايي چې امریکا بيرته دغه خبرو ته راغلې بلکې هيله يې څرګنده کړې چې په دغه لړ کې به نړۍ ته مثال جوړوي، زمونږ دغه خبره د لفظونو ترحده نه ده بلکې زما انتظاميه د چاپیريال په لړ کې شپه او ورځ کار کوي او دا به په عمل کې راولي".
د امریکې دا نوي اهداف د تيرو هغو ژمنو سره شامل کړی شوي چې امریکې ویلي وو چې د چاپیريال د خچنوالي د مخنيوي دپاره به درې اربه ډالره خرڅ کوي.
له دې وړاندې په کال 2017 کې د امریکا پخوانی صدر ډانلډ د چاپیریال په اړه د پېرس د تړون څخه وتلی وو. خو دغه تړون بيا هغه وخت په نومبر 2020 کې عملي شو کله چې جوبايډن صدر شو هغه په دفتر کې د حاضرۍ په لومړۍ ورځ په دغه تړون کې بيا شامل شوی وو.
په بايډن تنقيد کوونکي وايي چې د هغه د انتظاميې د چاپيريال په اړه ژمنې د نورو پرمخ تللو هېوادونو د ژمنو نه کمې دي.
جوبايډن د تير اتوار په ورځ مايوسي څرګنده کړې وه چې چين او روس تراوسه پورې دې ژمنې ته نه دي رامخکې شوي چې دوی په خپلو هېوادونو کې د ګرېن هاوس کاربن ګېسونو مخنيوي وکړي.
هغه ويلي هغه مايوسه دی چې روس او چين د چاپيريال د بدلون په اړه ژمنې نه دي کړي.
چين چې په نړۍ کې د کاربن ډايي اکسايډ او نورو ګېسونو خارجوونکی تر ټولو غټ هېواد دی کوم چې د نړۍ د چاپيريال د خچنوالي يا تودوخې سبب جوړيږي، د تير زيارت په ورځ يې چې کوم اعلان کړی په هغې کې يې د ګېسونو د مخنيوي دپاره کوم مهم اهداف نه دي ټاکلي.
د ګل/دوشنبې په ورځ چين اعلان کړی وو چې صدر شي ژين پينګ به دغه غونډې ته يواځې په ليکلې بڼه وېنا کوي.