لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په پېښور کې د پوليس تاڼېدار د وژلو زمه واري منلې


د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور سره نزدې په متهرا سيمه کې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (لومړي نومبر) يو پوليس تاڼېدار (اې اېس ايي) نامالومه وسله والو په ډزو وژلی وو.

وروسته ترهګرې ګرځول شوې ډلې داعش زمه واري منلې چې ياد پوليس تاڼه دار دغه ډلې په نخښه کړی دی.

د متهرې پوليس يو چارواکي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ياده پېښه تاييد کړې چې پرون دغلته يو پوليس تاڼه دار په ډزو وژل شوی وو.

چارواکي زياته کړې چې د یادې پېښې پلټنې سي ټي ډي پوليس پېل کړي او په دغه اړه یې نور جزيات نه دي شريک کړي.

د چارسدې ضلعې پوليس ويلي تاڼه دار امتياز خان پرون د شبقدر (سرو) تاڼه کې په ډيوټۍ وو او پرون د پېښور هايکورټ ته د بې درکه کسانو د قضيې د اورېدنې په لړ کې تللی وو، چې په واپسۍ کې د متهرې د چغرمټۍ په علاقه کې نامالومو موټر سايکل سورو په نخښه کړی وو.

داعش په وروستيو کې له دې وړاندې د څو نورو پېښو زمه واري هم منلي دي.

په 30 ستمبر په پېښور کې د وژل شوي سيک ستنام سينګ د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

له دې مخکې د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټیم د بريد زمه واري منلې وه په کوم بريد کې د پوليو ټیم ساتونکی پولیس په ډزو وژل شوی وو، دغه بريد د پوليو د کمپاين په مهال په 19 ستمبر شوی وو.

او له دغې په باجوړ کې په امنيتي ځواکونو د بريد زمه واري هم داعش منلې خوپه پېښور کې چې داعش د يو بل تن د وژلو دعوه کړې وه ځايي چارواکو دغه پېښه نه وه تاييد کړې. دا په څو ورځو کې د داعش د بريدونو څلورمه زمه واري ده چې منلې يې ده.

د دې نه وړاندې په اورکزو کې د دوه ځايي مشرانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

د پېښور يو خبريال افتخار فردوس وايي، په وروستيو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان او پاکستان کې د داعش بريدونه سېوا شوي دي.

هغه وايي لومړی د داعش د غړو شمار کم ښودل کېدو او ويل کېده چې 600 غړي لري خو په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره د جيلونو څخه د خلکو خوشي کولو وروسته د داعش بريدونه سېوا شوي دي.

فردوس زياتوي دوی داسې رپورټونه ليدلي د داعش په زياترو بريدونو کې هغه کسان کارول کيږي يا لاس لري چې دوی د افغانستان په بېلابيلو زندانو کې بندي وو.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او بلوچستان کې هم په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي چې پکې د زياترو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

په 17 اګست رشېخ رشيد ويلي وو په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او دوی هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

خو له دې وړاندې پاکستان تل دا دعوه کړې چې په پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG