لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سره د انګور اډې لار پرانستل شوې خو خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه نشته


په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان حکومت د افغانستان سره د جنوبي وزیرستان د انګور اډې دروازه د تجارت او خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانستې، خو خلک وايي، په پوله دوی ته اوس هم د تګ راتګ اجازه نه ورکړل کیږي.

خو د جنوبي وزيرستان مقامي چارواکي وایي په پوله هیڅ بندیز نشته او علتونه یې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه یادوي.

د جنوبي وزیرستان انګور اډه افغانستان ته تګ راتګ یو مهمه ګڼل کيږي خو ځايي خلک وايي، د خنډانو او د اسانتیاو د نشتوالي له امله پر ډیورنډ کرښه مېشت ولسونه تګ راتګ او کاروباري وضعیت له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په پوله چګ داد سلیمان خېل نومي تن وویل د پولې پورې غاړې ناروغه زنانې او ماشومان ګیر دي هغه وایي اندراج يې کړی او نن څلورمه ورځ ده دوی ته ویل کیږي سبا راشئ بل سبا راشئ او په پوله د تګ اجازه نه ورکړل کیږي هغه وویل تر ټولو لویه خنډ ژبه ده چې ورسره بلد نه دي. او نه دا ښودل کیږي چې پوله ولې تړل شوې.

شاهد الله وویل په پوله هر ورځ په زرګونو شمیره کسان دغلته انتظار کوي او زیاته يې کړه زنانه او نارینه و ځان ځانله اندراج کيږي چې زنانه ته اندراج وشي بیا نارينه ته نه کیږي او چې نارينه ته وشي بیا زنانه ته نه وي شوې.

هغه وویل دغه سیمه د زیاتو هوټلونو اسانتیا نه لري او چې کوم دي هغه کې ځایې ختم شوی دی.

نوموړي زیاته کړه هم په دومره شمیره د پولې پورې غاړې خلک انتظار کوي او په دې یخنۍ کې د زنانو او ماشومانو ته د شپې تیرولو هیڅ انتظام نشته.

د انګور اډې اوسیدونکي یو بل مشر ملک ابراهیم وویل د پولې دواړو غاړو ته میشت خلک خپل خپلوان او پټي لري.

هغه زیاته کړه د څو میاشتو نه دا پوله تړل شوې او د لارې بندېدو له امله نه يواځې سوداګر اغېزمن شوي بلکې ګڼ شمېر خلک ورسره بې روزګاره شوي هم دي.

د ملک ابراهيم په وېنا د دوی سره په حکومتي کڅه د تګ راتګ ژمنې کیږی خو دا بیا د ژمني نه عملي کوي.

دغه کسان د علاقې نه منتخب شوي د پاکستان تحریک انصاف د صوبې پارلیمان غړي نصیرالله وزیر نه هم شکایتونه کوي چې د دوي په ستونزو پارلیمان کې غلی پاتې دی.

وي او اې ډیوه په اړوند د انتظامیې او د صوبې چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو یوازې د صوبې پارلیمان غړي نصیر الله وزیر وویل بارډر مسله د صوبې حکومت سره اړه نه لري په دې نه پوهیږي چې ولې تړل شوې او نه پرانستل کیږي، دا د مرکزي حکومت کار دی.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان خلکو استازی علي وزیر د تیرو 11 میاشتو نه د کراچۍ په زندان کې بندیوان دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG