لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پاکستان کې دلږکیو په ضد تاؤ تریخوالی دهرکال په تېریدو نور زیاتیږي


رپورټ وايي په دې پېښو کې په ځانګړي ډول د عيسایي مذهبه لږکیو په عبادت خانو، اؤ افرادو باندې بریدونه، ډله ايز تشدد، بمي چاودنې او د هغوئ په جبري توګه د مذهب د بدلون پېښې شاملې دي.

پاکستان کې دتعليمي چارو دڅېړونکو،دټولنیزو او بشري حقونو دفعالينو لخوا راټولو کړی شوؤ شميرو نه ښکاره شوې ده چې دکال 2005 او 2021 په منځومانه موده کې د عيسوي اقلیت پرضد د تشدد 304 پېښې رپورټ شوي دي. او د رپورټ ترمخه پاکستان کې د کال 1963 او 2005 پرمهال د شيعه اقلیت خلاف هم د تشدد 1,436 پېښې رامنځ ته شوى چې په کې 6000 کسان وژل شوي دي.

دا شمېرې د هېواد د تعليمي چارو دڅېړونکو، ټولنیزو او بشري حقونو دفعالانو لخوا په واېلنس رجسټرډ پي کی نومې ډېټا بیس کې راغونډې کړی شوي چې د هېواد دننه د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې پکې د لږکیو پرضد دمذهب په بنياد دتشدد دپېښو جاج اخستل شوی دی.

ددغه غېر دولتي تنظيم لخوا ورکړل شوو شميرو کې ويل شوي چې دکال 2005م او 2021م په منځومانه موده کې د هېواد دننه د عيسوي اقلیت پرضد د تشدد 304 پېښې رپورټ شوي دي.

رپورټ وايي په دې پېښو کې په ځانګړي ډول د عيسایي مذهبه لږکیو په عبادت خانو، اؤ افرادو باندې بریدونه، ډله ايز تشدد، بمي چاودنې او د هغوئ په جبري توګه د مذهب د بدلون پېښې شاملې دي.

رپورټ وايي د عيسوي اقلیت سره د مذهب په بنياد د امتیاز 36 پېښې او د مذهب د سپکاوى 79 پېښې شامل دي.

رپورټ زياتوي د عيسوي اقلیت پرضد د تشدد، مذهبي امتياز د پېښو له کبله 1,048 کسان مړه او ژوبل شوي دي.

دا راز په دې رپورټ کې راغلي چې د کال 2010م او 2021م منځومانه موده کې د هندو لږکيو پرضد هم د تشدد 205 پېښې رپورټ شوي دي.

په دغه رپورټ کې په ګوته شوې چې کال 2011م او 2015م د هېواد دهندو اقلیت دپاره تر ټولو زیات خونړی کال ؤ او دغه مهال د هندوانو خلاف د مذهبي علتونو په بنسټ 120 حملې شوې دي.

رپورټ وايي د تښتونې او په زور دمذهب بدلولو 70 فيصدي پېښې مخې ته راغلي او د رپورټ ترمخه په کال 2011-12م کې په داسې پېښو کې 600 فيصدي اضافه شوې ده.

رپورټ وايي د کال 2018 او 2019 منځومانه موده کې په داسې پېښو کې 450 سلنه اضافه ليدل شوې ده.

په دې رپورټ کې د هېواد د احمدي ډلې هم یادونه شوې او د رپورټ ترمخه له څېړنو ښکاره شوې چې په برصغير کې لمړی احمدي تن کال 1901م کې وژل شوی ؤ.

رپورټ مخکې وايي پاکستان کې احمديان دخپل ژوند په هر ګام د ګرفتارۍ او وژل کیدو د ګواښونو سره مخامخ پاتې شوي، دوئ د ووټ د حق نه محروم کړل شوي او تر دې چې دوئ ته د ځان سره د خپلو مذهبي کتابونو هم د ساتلو اجازه نشته.

رپورټ وایي تر اوسه پاکستان کې د احمديانو 42 مړي له قبرونو راويستل شوي او 79 احمديانو ته د اکثریتي مسلمانانو په مقبرو کې د ښخولو اجازه نه ده ورکړې شوې.

د رپورټ ترمخه د پاکستان د جوړښت راپدیخوا په دغه هیواد کې 274 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي دي.

پاکستان کې دبشري حقونو دڅار خپلواک تنظیم ايچ ار سي پي پخوانۍ مشره او غړې زهره يوسف ډيوه ته وايي هېواد کې دحکومتونو لخوا چې دمذهبي تندلاریتوب ډاډګیرنه کیږي او دلاقانونه تحریک لبیک په څېر ډلو سره نه يوازې لوظنامې کېږي بلکې د هغوئ غوښتنې هم منل کېږي نو ددې اثر به ارومرو په ټولنه راځي.

هغه وايي مونږ وينو چې دلته په خلکو کې کال په کال زغم ختمېږي او ددې اغېزې په لږکيو کیږی او ښکاري چې زيات بد اثر یې په احمدى ټولنه راځي.

خبريال او دمذهبي چارو څېړونکی سبوخ سيد ډيوه ته وايي په پاکستان کې په امریکا د 9/11 د ترهګریزو بریدونو وروسته د هیواد په خلکو کې دا تاثر زيات شوی چې امریکا په اسلامي هېوادونو حملې کوي او بیا خلک ددې زور د عيسوي اقلیت نه وباسي.

نوموړی وايي که څه هم د پاکستان دستور اقلیتونو ته د مسلمان اکثریت هومره حقونه ورکړي خو اولس په دې باور نه لري.

هغه بيا وايي ترڅو چې په نصاب کې غوره بدلون نه وي راغلی د لږکیو سره به د خلکو چلند سم نه شي او ددې له امله به په نړۍ کې د پاکستان نوم بدنامېږى او تندروي به سېوا کېږي او د لږکيو ژوند به سختېږي.

رپورټ وايي د کال 1963 او 2015 منځومانه موده کې د شيعه مسلمانانو پرضد د تښتونو، تشدد او مذهبي توپیر 1436 پېښې رپورټ شوي دي او د تشدد په دې پېښو کې 6000 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي په تېره لسيزه کې د شيعه مسلمانانو خلاف د تشدد په پېښو کې 717 فيصدي اضافه ریکارډ کړی شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG