لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې به بلدیاتي ټاکنې په جماعتي بنیاد کیږي.دپېښور هایکورټ امر


پېښور هايي کورټ په خېبر پښتونخوا کې د بلدياتي ټاکنو په مهال دنېبرهوډ او ويلج کونسل انتخابات په غېر جماعتي او غېر سياسي بنيادونو کول د ايين پرضد ګرځولي او اليکشن کمیشن ته يې امر کړی چې دغه انتخابات دې د سياسي ګوندونو په اساس وکړل شي.

دخېبرپختونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د بلدياتي ټاکنو له پاره ټاکلی شوي پارليماني سکتر فضل الهي ويلي چې دوئ به د هايي کورټ د احکاماتو ترمخه دبلدياتي انتخاباتو په قانون کې د کابيني دمشاورتي غونډې وروسته ترميم راوړي۔

د پېښور هايکورټ درې کسيزه بېنچ په خیبرپښتونخوا کې د بلدیاتی انتخاباتو په قانون کې دشويو بدلونو خلاف جمع کړل شويو خواستونو باندې له اورېدنې وروسته خپله لنډه پرېکړه اورولې ده۔

په دغه پرېکړه کې د بلدیاتي ټاکنو په مهال د ويلج کونسل او نېبرهوډ کونسل ټاکنې په غېر سياسي بنيادونو ترسره کول د ايين د17مې مادې پرضد ګرځول شوي دي۔

د پېښور ایالتي محکمه کې د جماعت اسلامي په شمول د مخالفه ګوندونو لخوا دجمع وؤ خواستونو په اړه د جماعت اسلامي سنيټر مشتاق احمد خان وايس اف امريکا ډيوه نيوز ته وايي هايي کورټ ته چې دوئ کومه عریضه کړې وه په هغې کې هايي کورټ الیکشن کمېشن ته ويلي چې انتخابات به په هر صورت کېږي،

هغه وایي هایي کورټ امر کړی چې د ويلج او نېبرهوډ کونسلو ټاکنې به د پارټۍ په بنياد کیږي او "دې سره حکومت چې کومه منصوبه جوړه کړې وه چې مونږ (حکومت) به غېر جماعتي نمائنده ګان او چېرمېنان منتخب کړو او بيا به يې د حکومت په زور په حکومتي پارټۍ کې شامل کړو هغه د جمهوريت پرضد منصوبه هايي کورټ زمونږه په درخواست ناکامه کړه"

نوموړي زياته کړه صوبايي حکومت په قانون کې د يو بل ترميم کولو سره بلدياتي ادارو کې ضلعي کونسل ختم کړی چې د هغې بيا بحالۍ لپاره به دوئ په پارليماني او عدالتي کچه خپلې هڅې به دوام داره ساتي۔

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړی اېډوکېټ خوشدل خان وي او ای ډيوه ته وايي د پاکستان اساسي قانون خلکو ته په سیاسي بنيادونو دالیکشن کولو حق ورکړی نو څنګه صوبايي حکومت يې ددغه حق څخه محرومولی شي؟

دهغه په وینا د ايين ارټيکل 17م بنيادي حقوقو کې راځي او دا ارټيکل هر پاکستاني ته دا اختيار ورکوي چې هغه پارټي هم جوړولی شي او سياست هم کولی شي،

"چې ايين ورته اختيار ورکړو او بل ځائ کې ته (حکومت) دا وايې چې دا اليکشن به په غېر سياسي بنياد کېږي نو ددې دا مطلب شو چې تا ددغې خلکو په بنيادي حقونو سترګې پټې کړې، نو دې واجې نه دا د ايين سره ټکر کې دی"

د خېبرپختونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند دبلدياتي ټاکنو له پاره ټاکل شوي پارليماني سکتر فضل الهي وايي صوبايي حکومت به د هايي کورټ د فېصلز ترمخه په قانون کې بدلون راوړي۔

"چې کوم جماعتي بنيادونو باندې (ټاکنې) دي مونږه هغې ته هم تيار يو او چې کوم غېر جماعتي دي مونږ هغې ته هم تيار يو، خو مونږ غېر جماعتي ځکه کول چې اکثر دومره خاندانونه پکې شامل شي چې زړه بداوی پکې راځي، نو زمونږ اول نکته دا وه چې داسې ونه شي، او دوېمه دا چې څه قانوني کاروايي او ترميم کول وي نو په هغې نن مشاورتي اجلاس دی او چې هغه وشي نو مونږه به تاسو ته خپلې قانوني فېصلې وړاندې کړو"

په خېبر پښتونخوا کې د تېرو بلدياتي ادارو موده د کال2019 د اګست د مياشتې په 28مه سرته رسېدلې، د قانون ترمخه په صوبه کې بلدياتي انتخابات په هم دغه کال د دسمبر په مياشت کې کول پکار وؤ۔

په 25م اکتوبر الیکشن کمیشن په خېبر پښتونخوا کې دبلدياتي ټاکنو د وړومبي پړاؤ مهال ویش خپور کړی چې له مخې به یې د صوبې په 17 ضلعو کې د پولنګ يا ووټونو اچولو عمل په 19 دسمبر ترسره کېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG