لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبیک سره دشوي تړون په پټ ساتلو سختې نیوکې روانې دي


په ميډيا،ټولنيزو رسنيو،قانون پوهانو او دحکومت مخالفه سياسي ګوندونو د پارليمان غړو لخوا د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف حکومت باندې دلاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک لبېک سره دشوي تړون په پټ ساتلو کلکې نيوکې روانې دي۔

دوئ وایي دغه لوظ نامه دې حکومت پخپله په ډاګه کړي او د پارليمان غړي دې په اعتماد کې واخستل شي۔

د انګريزۍ ژبې ډان ورځپاڼې خپله اداريه کې ليکلي حکومت به د داسې تنظيم سره شوې لوظنامه ولې پټه ساتي چې د احتجاجي مظاهرو په مهال يې پوليس عسکر وژلي او عوامي شتمنيو ته یې زيان اړولی دی۔

اخبار ليکلي ښکاري داسې چې ټي ایل پي د تحريک انصاف حکومت مجبوره کړی دی څنګه يې چې د پاکستان مسلم ليګ تېر حکومت مجبوره کړی ؤ خو دا يې په راتلونکې کې لويې چېلنج بللی او ليکي چې رياست دې په راتلونکې کې د داسې پېښو مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي۔

وتلي خبريال زرار کهوړو په خپل ټويټر يوه ويډيو خپره کړې چې ورسره يې ليکلي دا ويډيو د ټي ايل پي لخوا د وژل شوي پوليس د ورو ده،

په ويډيو کې د پوليس رور وایي د ورور يې ټول اندامونه مات کړی شوي وو،

هغه ویلي دوئ (پوليسو )سره یوازې لرګي وو او د دې هر څه ذمه وار وزير اعظم عمران خان او دپنجاب وزيراعلا عثمان بزدار دي۔

د پارليمان غړي محسن داوړ وويل د ټي ايل پي په احتجاجونو کې د عامو خلکو مالي او ځاني زيان شوی دی، نو بيا ولې د ناقانونه ګرځول شوي تنظيم سره شوې معاهده حکومت پټه ساتل غواړي۔

د پېښور هائي کورټ وکيل فضل مومند ډيوه ته وويل دداسې لوظنامو عام اولس ته ښکاره کول د خلکو بنيادي حق دې بايد چې حکومت دا او دغسې ټولې معاهدي عام اولس ته په ډاګه کړي چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونيول شي۔

څيړونکي وايي د لوظنامې جذئيات اوس د ميډيا د لارې راښکاره کيږي چې په کومو شرائطو دغه لوظ نامه شوې او هغه هم د سرچینو له قوله وويل کيږي بايد چې حکومت پارليمان په اعتماد کې واخلي او عام اولس ته د لوظنامې ټول جذئيات ښکاره کړي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG