لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایشیایي ترقیاتي بینک په پاکستان ۱۰کروړه ډالر جرمانه لګولې ده


مطبوعاتي ريپورټونه وايي دايشيايي ترقياتي بينک په مرستو دجوړيدونکې ترقياتي پروژې په وخت دنه عملي کيدو له امله تر اوسه پاکستان باندى ١٠ کروړه ډالر جرمانه لګيدلې ده.

څيړونکي دا د اړونده حکومتي ادارو ناکامي بولي او ددى لویې علت د وسيلو نشتوالى د حکومتونو له خوا دبې ځايه او غير حقيقي منصوبو اعلانونه ګرځوي.

دوئ وايي تير کال مرکزي حکومت دپي ايس ډي پي د لارې د ٨ زره اربه روپو په لګښت ١٠٢٣ پروژو لپاره يوازې ٨ سوه اربه روپى ايښودى وې نو داسې حالاتو کې کوم حکومت لپاره ممکنه ده چې پروژې به په وخت سر ته ورسوي.

د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز کې خپور شوي رپورټ کې د ايشيايي ترقياتي بينک په مرستو دجوړيدونکې جامشورو توانايۍ دپروژې حواله ورکړى شوې ده.

په دغه پروژه کال ٢٠١٤ کې کار پيل شوى ؤ او د عملي کيدو موده یې ٢٠١٩ وه خو کال ٢٠٢١ پورې لا تر دې دمه پروژه سر ته نه ده رسيدلې.

دې اخباري رپورټ کې هم د ايشيايي ترقياتي بينک په مرستو کال ٢٠١٥ کې پاکستان لپاره دمنظور کړى شوې سمارټ يا عصري ميټرو د پروژې ذکر هم شوی دى چى تر اوسه پيل شوې هم نه ده.

خبر زياتوي ددغو دوو او نور يو شمیر پروژو په وخت دنه عملي کيدو له امله کال ٢٠٠٦ نه تر اوسه ایشيايي ترقياتي بينک د پاکستان نه لس کروړه ډالر جرمانه اخستې ده.

دا په داسې مهال ده چې مخالفه ګوندونه او څيړونکي تور لګوي چې وزير اعظم عمران خان دتيرو درېوؤ کالو واکمنۍ په مهال د پاکستان معيشت تباه کړی دی.

ريپورټ ته غبرګون کې د وزير اعظم عمران خان د مشاورتي کونسل غړی او څيړونکى عابد قيوم سلهري مني چې پاکستان کې چرى هم ترقياتى پروژې په وخت سر ته نه دي رسيدلي.

وې او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي ووىل دا مسله د تيرو څو لسيزو راهسې ده او يو لویې سوب یې د نړيوالو ادارو په مرسته دجوړيدونکو پروژو په وخت عملي کولو لپاره حکومتي ادارو سره د وسلو اؤ نشتوالی اؤ دصلاحیتونو کمی دی.

نوموړي وويل پروژې اعلان شي خو وروسته مالومه شي چې دې کى څه خنډان دي ځکه د لومړي نه که د نړيوالو ادارو او دپاکستان د اړونده حکومتي ادارو ترمنځ يووالی وای د پروژو سر ته رسيدو موده کې واضحه کمى راتلى شي.

خو دمعاشي چارو بل يو څيړونکى او د خزانې پخوانى وزير ډاکټر حفيظ پاشا په دى اړه بیا جدا دریځ لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وويل پاکستان کې حکومتونه دخپلو پلويانو خوشالولو لپاره بيځايه او غير حقيقي منصوبې اعلان کړي خو بيا یې سر ته نه شي رسولى چى له امله یې پاکستان باندې بيا جرمانې لګي.

ډاکټر حفيظ شيخ وويل نړيوالې مالياتي ادارې چې پاکستان کې کومو ترقياتي پروژو لپاره مرستې کوي هغې کې دا شرط وي که حکومت دا په وخت سر ته نه رسوي نو جرمانه به ورکوي.

نوموړي وويل حکومت تير کال پي ايس ډي پي د لارې د-٧٠٠٠ ١٠٢٣ ترقياتي پروژو لپاره يوازې ٨٠٠ اربه روپۍ ايښودل شوي دي او په داسې حالاتو کې يوه پروژه پينځه کاله څه شل کاله کې هم سر ته رسيدلی نه شي.

دا په حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان مرکزي حکومت د نړيوال عدالت په حکم د اثاثو په لټون کارکوونکې بروډ شيټ نومې بهر ملکي کمپنى ته د دريوؤ میلينونه ډالرو دجرمانې ورکولو دامر پخلی کړی ؤ.

له دې وړاندې د انصاف نړیوال عدالت ريکوډک قضييه کې پاکستان باندې ٦ اربه ډالر جرمانه لګولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG