لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د 120اربه روپو ريليف پېکج اعلان کړی خو د تيلو ګرانولو خبرداری يې هم ورکړی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون د شورو/ چهارشنبې (3نومبر) په ماښام قوم ته په ټيلي ويژن وېنا کې د غريبو بې وسو خلکو دپاره د 120 اربه روپو ريليف يا مرستو پېکج اعلان کړی خو ورسره يې خبرداری هم ورکړی چې حکومت به د تيلو بيې نورې سېوا کوي.

وزیراعظم ويلي مرکزي او صوبايي حکومتونه به په ګډه دا پېکج ورکوي، او د وړو، غوړو او دالونو سره به د خوراکي توکيو په بيو سبسډي ورکوي په دوکانونو به دا څيزونه 30فيصده ارزان ترلاسه کيږي، او دا اسانتیا به تر شپږو مياشتو پورې وي.

وزیراعظم ویلي، د کامياب پاکستان پروګرام لاندې به 1400 اربه روپۍ ځانګړې کولی شي چې پکې به 40 کورنيو ته بې د سوده قرضې ورکول کيږي، او 40 لکه کورنيو ته به د کورونو جوړولو دپاره قرضې ورکول کيږي او کرونده ګرو او په ښارونو کې کاروباريانو ته به پينځه لکه روپۍ قرضې ورکولی شي.

په ملک کې د تیلو د ګرانۍ په اړه نوموړي ویلي، په نړيواله منډۍ کې د تيلو د قيمتونو سېوا کېدو له امله په ملک کې تيل ګران کړی شوي دي.

عمران خان زياته کړې چې که حکومت د تیلو قيمتونه نه سېوا کوي نو غېر ملکي خساره به سېوا کيږي چرته چې د سود په برخه کې د پېسو ورکولو له امله ملک د وړاندې نه د خسارې سره مخ دی.

هغه ويلي په نړيواله منډۍ کې د تیلو نرخونه 100 فيصده سېوا شوي او په پاکستان کې 33 فيصده، عمران خان زياته کړې که وړاندې حکومتونو د نړيوالې منډۍ سره د تيلو قيمتونه سېوا کولی پاکستان ته به اوس د 450اربه روپو ګټه وه، خو ويلي يې دي وړاندې داسې نه دي شوي او بوج یې په حکومت راغلی دی.

نوموړي ويلي، اوس حکومت د تیلو قيمتونه سېوا کوي، کنه د ملک خساره به نوره سېوا کيږي او خبرداری يې ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به د تيلو قيمتونه نور سېوا کولی شي.

عمران خان د تیلو د قیمتونو سېوا کولو خبره په داسې وخت کې کړې چې نزدې 20 ورځې وړاندې حکومت يو ليټر پيټرول 10روپۍ 49 پېسې ګران کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم د ګرانۍ په اړه د ځينې نورو هېوادونو يادګېرنه هم کړې ده او ویلي يې دي په سيمه کې د نورو هېوادونو نه په پاکستان کې د تیلو قيمتونه او نوره ګراني کمه ده.

هغه په خپله وېنا کې په مخالفه ګوندونو نيوکې کړي او د (مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند) د نوم اخستو پرته يې ویلي دا دوه کورنۍ دې خپلې پېسې بيرته ملک ته راوړي عمران خان ويلي د قوم سره وعده کوي چې د ټولو څيزونو نرخونه به نيم راکم کړي.

د عمران خان وېنا ته په ټولنيزو رسنیو مخالفه ګوندونو، ژورنالسټانو او نورو کسانو غبرګون ويلی دی.

د پيپلز ګوند بلاول بټو زرداري د عمران خان د پېکج اعلان ته ټوکې ویلي دي، او قيمتونه يې ليکلي چې په درېو کلونو کې غوړي 108، وړه 50 او ګېس 300 فيصده ګران شوی د 20 کروړه ابادۍ دباره 30فيصده کمی کول ډېر کم او ډېر وروسته وشو.

د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف ويلي، د عمران خان وېنا د خلکو دپاره نور عذاب سېوا کړی دی، هغه ویلي دا وېنا د عمران خان نااهلي څرګندوي.

جرنلسټ مظهرعباس ويلي، وزیراعظم عمران خان چې د دوه کورنیو د پېسو بيرته راوړو په صورت کې د قيمتونو نيمو کمولو وعده کړې، نوموړي د وزیراعظم نه پوښتنه کړې چې تاسو کومه وعده کړې وه چې دغه پېسې به بيرته راوړي، په درېو کلونو کې دې د هغې څه وکړه؟.

ځينو کسانو بيا د عمران خان د پېکج حساب کړی چې د ورځې په سر به په دغه پېکج کې خلکو ته څومره پېسې ترلاسه کيږي.

عبدالوارث خان نومې تن په فېس بک ویلي د حکومت په پېکج کې به د ورځې په سر يو تن ته پينځه روپۍ مرسته يا ښېګړه کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG