لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان حکومت د طالبانو سره پټې خبرې روانې کړي، رپورټ


نړیوالو مطبوعاتو د سرچينو له قوله ویلي چې د پاکستان د حکومت او لا قانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د ډزبندۍ په اړه پټې خبرې روانې دي.

مشال راډیو د پاکستان پوځ او طالبانو ته د نيزدې سرچينو له خلې وايي پاکستاني طالبان د ډزبندۍ په بدل کې د پاکستان په جېلونو کې د قېد خپلو 100 وسلو والو د راخوشي کولو او په قبایلي ضلعو کې د شريعت نفاذ غواړي.

څېړونکي وايي د پاکستاني طالبانو سره له دې مخکې هم داسې لوظنامې شوي خو هغه وروسته بیا پرځاې نه دي پاتې شوې او ددې اوسنيو مذاکراتو هم نتيجې مثبتې نه ويني.

بل لور ته د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شويو ماشومانو ميندې پلاران وايي ترڅو چې حکومت دوى په باور کې نه وي اخستي نو داسې يو طرف مذاکرات به وه نه منى.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې تحریک طالبان پاکستان د اکتوبر په لومړو کې د اسلام اباد دا دعوه رد کړې وه چې ګنې د هغې ډلې مشرانو د حکومت سره مذاکرات پېل کړي دي.

خو اوس سرچينې وايي د حقاني شبکې مشر او د افغان طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د تحريک طالبان پاکستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو منځګړیتوب کوي.

مشال راډیو د سرچينو له قوله وايي د مذاکراتو لمړی مرام ډزبندي ده چي ورسره سم به وسله وال طالبان په پاکستان کې حملې نه کوي او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې به د طالبانو پرضد خپلې کارواېانې ودروي.

د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د ترکیې د ټي وي چېنل سره مرکه کې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو خبر تاييد کړی وو.

خو تحریک طالبان پاکستان هغه وخت د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو.

دا مذاکرات په يو داسې وخت کې کيږي چې تحریک طالبان پاکستان د اګسټ په نيمايۍ کې په افغانستان د افغان طالبانو د واکمنېدو راهیسې په قبایلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې په پوځ او سرکاري چارواکو بريدونه زيات کړي دي.

د طالبانو په فعاليتونو نظر لرونکی څېړنکار او پر طالبانو د کتاب ليکوال احمد رشید ډيوه سره خبرو کې وايي حکومت له به د هېواد خلک او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې اولس په دې قانع کول مشکل وي چې ګواکې طالبان به په خپلو لوظونو ولاړ پاتې شي.

هغه وايي داسې تړونونه او مذاکرات مخکې هم شوي خو هغه بيا پرځاې نه دي پاتې شوي.

احمد رشید وايي خبرې کېږي خو مسله دا ده چې زه د وخت په اوږدو کې ددې خبرو کومې مثبت نتيجې نه وينم او دا هم نه ده مالومه چې دا مذاکرات په کومو شراېطو کېږي.

په کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په خونړي برید کې د طالب علمانو په ګډون د 150 پورې کسان وژل شوي وو.

په دغو وژل شويو ماشومانو کې شامل د وژل شوي ماشوم مور عندلیب افتاب ډيوه ته وايي تر څو حکومت د وژل شويو ماشومانو والدېن په باور کې نه وي اخستي نو هغوى به يو اړخيز ډول د پاکستاني طالبانو سره د حکومت دا پټې خبرې وه نه مني

هغه وايي زمونږ نقصان شوی دی او حکومت به زمونږه سره خبرې کوي نو بیا زمونږ خوښه ده چې طالبان بخښو که نه خو داسې يو طرفه خبرې هېڅ کله هم نشي منلې.

د پاکستان پوځ د کال 2014 په نيمايۍ کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد عملیات پېل کړل چې ورسره سم طالبان د هغې سيمې ووتل او هغه وخت ګومان کېده چې ګني پاکستان طالبانو ته په ماتې ورکولو کې بريالې شو او پوځ هم په کال 2016 کې د عملیاتو د ختمېدو وروسته په بيا بيا د بريا دعوې وکړې خو له تېر يو کال راهیسې طالبانو خپل فعالیتونه پراخه کړي او هغه يو شمېر ډلې چې له طالبانو جدا شوې وې ورسره بيا را يوځاى شوي دي.

XS
SM
MD
LG