لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې  د موبايل کمپنۍ ټاور سوځول شوی


د شمالي وزيرستان انتظاميه او پولیس وايي په میر علي حیدر خیلو کې د يوې شخصي کمپنۍ د موبايل ټاور ته اور لګول شوی او به پشپړه توګه سوځول شوی دی.

د چارواکو په وېنا دا په شمالي وزیرستان کې یواځينی موبایل ټاور وو چې د تیرو څو ورځو نه يې د موبایل سره د انټرنیټ اسانتیاوې ورکول پېل کړي وو.

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي، د شخصي موبايل کمپنۍ (زونګ) ټاور ته تېره شپه اور لګول شوی دی.

یو انتظامي چارواکي تاید کړه چې ټاور ته د جرنیټر د تیلو د لارې اور لګول شوی چې په پایله کې يې موبایل ټاور په مکمله توګه سوځیدلی دی.

د میر علي پولیس تاټې چارواکي وایي دغه موبايل ټاور د میرعلي په حیدرخېلو کې په وروستيو کې لګول شوی او يواځې نزدې علاقې ته يې د موبايل ټیليفون سروس سره د انټرنیټ اسانتیا هم ورکوله.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې، خو د ميرعلي په پوليس تاڼه کې د پېښې مقدمه د نالومه کسانو پرضد درج کړی شوې ده. او پولیس وایي پلټنې یې پېل کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې دا دریم ټاور دې چې تباه کولی شي، له دې وړاندې دوه ټاورې په میرانشاه او مبارکشۍ سیمو کې په بمونو الوځول شوي دي.

په علاقه کې په دې ورستیو کې داسې خطونه ترلاسه شوي چې پکې موبايل ټاورو، د جينکو سکولونو، د پولیو ټیمونو او ځايي مشرانو ته ګواښونه شوي وو، په دغو خطونو د داسې وسله والو ډلو نومونه ليکل شوي چې ډېره پېژندګلو يې نه لرله.

د موبايل ټاور په داسې حال کې تباه کړی شوی چې د شمالي وزيرستان په میرعلي او د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه او د بنو په جاني خېلو کې د يادو سيمو زده کوونکي سیاسي ګوندونه او ځایي خلک احتجاجي مظاهرې کوي او په سيمه کې د تهري جي او فور جي انټرنېټ غواړي.

هغه وويل د دولسم او لسم ازماینو نتیجې مخې ته راتلو وروسته د کالجونو او پوهنتنو داخلې انلاين يا د انټرنېټ د لارې کيږي او دوی په علاقه کې انټرنېټ نه لري ځکه ترې پاتې کیږي.

په جنوبي وزیرستان کې انترنیټ د 16 ستمبر نه د امنيتي اندېښنو له امله تړل شوی او او حکومتي مامورین وايي چې د علاقې حالات سم شي بیرته به پرانستل شي.

بل لور ته د شمالي وزیرستان یو تن او د یوت اف وزیرستان ویاند مصور داوړ وایي د تیرو څو ورځو نه یواځې په دې سیمه کې انټرنیټ کال پیل کړې وو دا تر هغې وروسته د انټر نیټ او موبایل اسانتیا لپاره دوی احتحاجي مظاهرې کړې وې.

هغه وویل دې موبایل ټاور ته د شپې اور لګول شوی چې تر سحر یې دوام لرلو.

په جنوبي وزيرستان کې انټرنېټ نزدې يوه میاشت وروسته له هغې روان کړی شوی چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په 20 فرورۍ په جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ روانولو اعلان کړی وو.

د پاکستان وزیراعظم په نورو قبايلي ضلعو کې هم د انټرنېټ روانولو ويلي وو خو په شمالي وزيرستان کې تیره اونۍ یواځې په حیدرخېل سیمه کې روان کړې شوې وو او په پاتې قبايلي ضلعو کې هم ځايي خلک شکايت کوي چې انټرنېټ کار نه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG