لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت پاکستاني طالبانو سره د روغې خبرې روانې کړي دی ؟


پاکستاني مطبوعات وايي دپاکستان دحکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې روانې شوي خو ددغو خبرو کومې نتيجې ته د رسېدو نه په هکله څه نه دي ويل شوي.

څيړونکي وايي دپاکستان دحکومت او ټي ټي پي ترمنځ خبرې کېدل يو پېچلی عمل دی اؤ دې ته باید په اسان نظر ونه کتل شي.

څېړونکي پوښتنې راولاړوي چې د دواړو خواؤ ترمنځ به اعتماد څنګه جوړيږي اؤ د دوئ ترمنځ به خبرې به په څه بنیاد کيږي؟

خو دپاکستان حکومت چې له دې وړاندې د طالبانو سره څومره هم معاهدې کړي هغه نزدې ټولې ماتې شوي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې پخپل يو خبر کې د سرچینو له قوله دعوه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان او دپاکستان د حکومت خبرې روانې شوي او د افغانستان په خوست ولايت کې يې د دوه اوونيو پورې ليدنې شوي دي.

په خبر کې د سرچینو له قوله ويل شوي چې د طالبانو دحکومت د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت ترمنځ خبرې کوي او دعوه شوې چې په دغو خبرو کې پرمختګ شوی دی.

دا چې دغه خبرې په څه بنياد کيږي د طالبانو لخوا او دپاکستان دحکومت لخوا څوک څوک دغه خبرې کوي؟ د دې کره تاييد نه دی شوی خو ويل شوي د ځينې بنديانو پرېښودو او په ځينو چارو پکې هم خبرې کيږي، خو نه طالبانو او نه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغو خبرو تاييد کړی دی.

څيړونکي او خبريال اسماعيل خان چې دغه خبر ورکړی، وي او اې ډيوه ته يې ویلي، چې په نزديو کې داسې خبرونه ترلاسه شوي چې د پاکستان حکومت لخوا د ټي ټي پي د لاندې کچې دبندیانو دخوشي کولو خبرې کيږي چې د مذاکراتو دپاره لاره هواره شي.

هغه وويل، خبرې روانې دي خو دا پېچلې خبرې دي په دې به وخت لګي د دواړو فريقېنو ترمنځ اعتماد سازي پکار ده ځکه چې له دې وړاندې داسې خبرې شوي او معاهدې شوي خو هغه کاميابې شوي نه دي، په يو بل به تورونه لګول کیده.

نوموړي زياته کړه اوس به دا کتل کيږي چې دا مذاکرات به څنګه کيږي څنګه معاهده به کيږي د هغې به څه شرطونه وي او د عملي کولو دپاره څوک ضمانتي جوړيږي، ځکه نو دا پېچلی عمل دی.

خبريال مشتاق يوسفزی وايي، هغه هم داسې خبرونه ترلاسه کړي چې د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ خبرې روانې دي، خو کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه ځينې ابتدايي خبرې شوي دي، د طالبانو ځينې کسان افغانستان ته تللي دي، دلته د هغود بندي غړو د خوشي کولو خبرې کيږي، او ځينې خبرې هم دي خو دا هر څه داسې اسان نه ښکاري.

هغه زياته کړه په اوسني وخت کې ټي ټي پي د پاکستان حکومت ته مشکلات جوړولی شي خو بل لوري ته طالبان هم داسې ښکاري چې د هغو پخوانۍ يا ټولې غوښتنې منل هم ګران ښکاري.

د پاکستان د حکومت د ټي ټي پي سره د خبرو يا مذاکراتو مخې ته د راتلو دا اطلاعات په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او دلته په پاکستان کې طالبانو بريدونه هم سېوا کړي دي.

څو ورځې وړاندې وزيراعظم عمران خان هم د طالبانو سره د خبرو کولو ويلي وو خو ټي ټي پي بيا دغه خبرونه رد کړي وؤ.

دپاکستان حکومت دکال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG