لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو سره خبرې،معید یوسف وایي تیرو وختونو کې هم داسې مذاکرت شوي


دپاکستان دملي امنیت سلاکار ښاغلي معید یوسف دافغان طالبانو په منځګړتوب پاکستاني طالبانو سره روغې جوړې لپاره د حکومت دسولې د روانو خبرو ننګه کړې اؤ وایي دپاکستان دننه په تیرو وختونو کې هم داسې خبرې اترې شوي دي.

حکومت لا په رسمي ډول پاکستاني طالبانو سره دشوؤ خبرو اترو جزئیات مخې ته نه دي راوړي اؤ نه یې هم په ډاګیز ډول دمذاکراتو خبره منلې ده خو پاکستاني مطبوعات وایي چې داخبرې داپریل دمیاشتې نه پیل شوي اؤ اوس یو مهم پړاؤ ته ننوتلي دي.

دجمعې په ورځ واشنګټن کې دموقعیت لرونکي میډل ایسټ انسټي ټیوټ په تابیا راجوړې شوي دستورې ته په ویډیوي بڼه خپله وینا کې ښاغلي معید یوسف دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دروانو خبرو څخه دفاع وکړه اؤ وئ ویل ټول ریاستونه باید داسې خبرې اترې وکړي.

هغه وویل که چرې نورو ریاستونو ته هم داسې لارې ګودرې په نظر ورځي چې خپل وګړي پرې دقانون تابع کولی شي نو هغوئ باید داسې وکړي.

معید یوسف وویل دا چې اوس افغانستان کې یو بدلون راغلی دی ځکه نو هغه ددې پلوی دی چې باید نور وضعیت هم ښه وي.

هغه دافغان طالبانو په کوربه توب افغانستان کې دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي دمشرانو ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه په میډیا مخې ته راغلې ګنګوسې رد کړي اؤ ویلي یې دي چې په رسنیو دا مذاکرات په بل ډول انعکاس کیږي.

نومړي زیاته کړې ده هغه هیله لري چې دې خبرو کې به چارواکي پاکستاني طالبانو ته دا باور ورکړل شي چې پاکستان خپل یو ائین لري اؤ که ددې ائین لاندې دوئ پاتې کیدل غواړي نو دا به ورله غوره وي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان دحکومت اؤ پاکستاني طالبانو دتحریک ټي ټي پي ترمنځ د روغې جوړې روانو پټو خبرو کې رسنۍ دمهمو پرمختګونو دعوې کوي.

ددغو خبرو څخه باخبره سرچینو دخالي یا شنبې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې دپاکستان حکومت دمهمو طالب مشرانو په ګډون دهغوئ د ۱۰۲ ؤ بندیانو په پرېښودو رضا شوی اؤ ډير زر به دغه طالب اسیران خوشې کړی شي.

پېښور کې میشت د ډان ورځپاڼې خبریال مشتاق یوسفزي ډیوه سره دخبرو په مهال ویلي هغه ته دغو مذاکراتو کې شریکې یوې سرچینې منلې چې دطالبانو ځینې بندیان دشمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته رسول شوي اؤ له دغه ځایه به دافغانستان طالبانو ته سپارل کیږي.

دپاکستان حکومت لا تراوسه ددې دطالب مشرانو دخوشې کولو پخلی نه دی کړی خو تیره میاشت دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وؤ چې که طالبان وسله وغورځوي اؤ حکومت سره خبرې پیل کړي نو حکومت ورته بخښنه ورکولی شي.

خو بیا یو شمیر څېړونکو ،سیاستمدارانو اؤ مدني فعالینو دحکومت په دې دریځ سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې طالبانو دعامو خلکو بچي وژلي دي اؤ حکومت واک نه لري چې دنورو خلکو د بچو وینې طالبانو ته وبخښي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG