لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپرویز خټک په ضد دنیب پلټنو ختمولو ته مخالف ګوندونه اؤ څېړونکي په څه نظر ګوري؟


ځایي محکمې دپاکستان د احتساب دملي ادارې په خواست دسوات مالم جبې دغبن دوسیه کې د صوبې دپخواني وزیر اعلا پرویز خټک اؤ نورو چارواکو په ضد دپلټنو ختمولو امر کړی دی.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب مشر جاوید اقبال محکمې ته خواست کړی ؤ چې دمالم جبې په دوسیه کې دپرویز خټک اؤ نورو لوړپوړو چارواکو دککړتیا هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راغلی.

دحکومت مخالفو سياسي ګوندونو غړي وایي نبب اوس یوه دسياسي انتقام اخستو اداره پاتې شوې او دحکومتي ګوند په ضد هيڅ رقم بې پلوه کاروایي نه شي کولی۔

په دغه قضیه نظر لرونکي وایي دخېبر پښتونخوا لخوا سوات مالم جبه سيمه کې په کال ۲۰۱۴م کې ۲۷۵ ايکړه زمکه يوې شخصي کمپنۍ ته د درې ديرشو کالو د پاره په اجاره ورکړل شوې وه چې هلته سيلګرۍ ته وده ورکړي او سيلګرو د پاره اسانتياوې برابر کړي۔

په دغه وخت کې د سيلګرۍ وزير دصوبې اوسني وزير اعلا محمود خان او د صوبې وزير اعلا پرويز خټک وؤ.

په دغه قضیه د نظر لرونکو له مخې دا زمکه د ځنګلاتو د محکمې وه او ټيکه یې د سيلګرۍ محکمې ورکړې وه ،

دويمه دا چې د دولسو ايکړو په ځايې ۲۷۵ ايکړه زمکه په اجاره ورکړل شوې وه اؤ دا ټيکه هغه کمپنۍ ته ورکړل شوې چې سيلګرۍ کې یې تجربه نه لرله او د سيګرټو کاروبار کوي،

په قضیه نظر لرونکي دا هم وایي چې ددې ټېکې د ټېنډر په وخت هم درغلۍ شوي دي او د صوبې دپينځلسو کالو داجارې دقانون په ځايې د درېوؤ ديرشو کالو په اجاره ورکړل شوې وه او د ځنګلاتو محکمې زمکه په هيڅ ډول چا ته نه شي ورکړل کيدی۔

وتلی خبريال او ددې ټېکې په قضیه نظر لرونکی ارشد عزيز ملک وايي په دې ټېکه نزدې ټوله پروژه په غېر قانوني توګه شوې وه او نېب هم په دغه بنياد ددې تحقيقات پېل کړل خو ښکاري چې نېب او نورې ادارې د څو تنانو د درغليو الزامونو نه بچ کولو د پاره کارول شوې دي۔

دحکومت مخالفه عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي سردار حسېن بابک وويل وي او ای ډيوه ته وویل د مالم جبې کیس ترڅنګ، په بي ار ټي او بيلين ټري سونامي کې هم د درغليو کېسونه پټ کړی شوي دي۔

نوموړي وويل دا کېسونه د خلکو د توجو اړولو د پاره جوړ کړي شوي وو او دا يو ازاده اداره نه ده۔

د نېب يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وويل نېب د مالم جبې او نور ټول کېسونه د مېرټ په بنياد کړي دي دغې کې کوم سياسي دباؤ په دوي نه دی اچول شوی،

هغه وایي دمالم جبې دقضیې پلټنو ترې وخت ځکه ډير واخستو چې دوئ سره هم دومره افرادي قوت ؤ چې په دغه هومره وخت کې پرې پلټنې وکړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG