لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هایکورټ دجماعت الدعوه بندي مشران ترهګرو سره دمرستو له تورونو بري کړل


لاهور هاي کورټ ترهګرو سره د مالي مرستو مقدمو سره د لاقانونه تندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه د شپږو بندي مشرانو د بري کولو فېصله کړې ده.

راپورونه وايي دغه کسانو سږکال د اپرېل میاشت د ترهګرۍ ضد عدالت په بېلابېلو مقدمو کې د قېد سزاګانې اورولې وې.

محکمې دجماعت الدعوه دا مشران په داسې وخت کې برى کړي چې پاکستان لا هم د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دی.

ایف ای ټي ایف سږکال دجون میاشت کې دترهګرۍ دمالي مرستو پرخلاف د پاکستان د ګامونو د جاج اخستو وروسته پاکستان ته ویلي وؤ باید چې د ترهګرۍ په مالي مرسته کې د ککړو مذهبي تندروه ډلو پرضد د تفتیش او سزا نظام لا نور قوي کړي.

دترهګرۍ ضد عدالت د لاقانونه تندرو ه مذهبي ډلې جماعت الدعوه ملک ظفر اقبال، يحي مجاهد، نصرالله، سميع الله او عمر بهادر ته دنهو،نهو کلونو او حافظ عبدالرحمان مکي ته یې دترهګرۍ دمالي مرستو په تور کې دشپږو مياشتو د بند سزاګانې اورولې وې.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه دترهګرۍ ضد عدالت ددغه يادې فېصلې پرضد د لاهور هاي کورټ په ډويژنل بېنچ کې اپيلونه داېر کړل شوي وؤ.

مطبوعات وايي په هاي کورټ کې د اورېدنې په مهال د اپيل کوونکو ملزمانو ددفاع وکیل دريځ خپل کړی چې استغاثه د ملزمانو خلاف د شک نه بالا په تورونو ثابتولو کې ناکامه شوې او ویلي یې دي چې لاندیني عدالت د شواهدو په سم ډول جاج نه دی اخستی چې له امله يې انصاف ته نقصان رسېدلی.

د ملزمانو د دفاع وکيل وايي اپيل کوونکي د انفال ټرسټ غړي دي خو دوئ د لشکر طیبه سره تړاو نه لري او نه ددې خبرې څه ثبوت ترلاسه شوی چې ګني اپيل کوونکي د لشکر طیبه یا داسې بل کوم تنظیم د مقصدونو د ملاتړ په هلو ځلو کې ککړ پاتې شوي وي.

د ورځپاڼې ډان رپورټ وايي اېډېشنل اټارني جنرل د ملزمانو د اپيلونه مخالفت کړی او عدالت ته یې ویلي چې انفال ټرسټ د لشکر طیبه دپاره د پروکسي په توګه کار کوي او هم له دې امله حکومت دا ډله په کال 2009 کې لا قانونه ګرځولې وه.

عدالت ویلي دا سمه ده چې استغاثې له د ملزمانو د سزا باوري جوړولو لپاره خپله قضيه د شک پرته ثابتول پکار وؤ خو وايي عدالت اپيل کوونکو ته صرف په دې بنياد سزا نه شي ورکولی چې لشکر طیبه یا انفال ټرسټ لا قانونه ګرځول شوي دي.

لاهور هاي کورټ د ترهګرۍ د مالي مرستو د تورونو سره مخامخ د لا قانونه جماعت الدعوه ډلې دا شپږ مشران په داسې وخت کې له تورونو بري کړي چې په دې وروستیو کې ایف ای ټي ایف په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او دپېسو غېرقانوني ترسيل کې د ککړو مذهبي تندروه ډلو پرضد د پلټنو او سزا دنظام لا نور پياوړې کړي.

پاکستان د کال 2018 راهیسې دفنانشل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شامل دی.

څېړنکار حسن عسکري ډيوه ته وايي د ایف ای ټي ایف د خړ فهرست نه د پاکستان د نوم ويستلو پرېکړه په قانوني توګه نه کېږي بلکې دا به د نړیوال سياست په تناظر کې کېږي.

هغه وايي عدالت چاته تر هغې سزا نه شي ورکولی تر څو چې یې پرضد پاخه ثبوتونه نه وي راغلي.

هغه وايي په پاکستان کې عدالت ازاد دی او چاته يوازې په دې سزا نه شي اورولی چې امریکا او یا اېف ای ټي ایف دا کول غواړي.

يوبل څېړنکار محمد نفيس چې د هېواد د لا قانونه تندرويه مذهبي ډلو په فعاليېتونه نظر لري ډيوه ته وايي که د پاکستان حکومت د اېف اې ټي اېف په اړه سنجيده وې نو د تحريک طالبان پاکستان او تحریک لبېک پاکستان پشان لا قانونه تندرويه ترهګرو ډلو سره به ې خبرې نه کولې.

هغه وايي جماعت الدعوه څه اوسنۍ ډله نه ده. دا ډله له پخوا راهسې فعالیت کوي او که ددې ډلې غړي د ترهګرۍ د مالي مرستو په هلو ځلو کې ککړ وؤ نو پکار وه چې حکومت د هغوئ خلاف ښه او پاخه شواهد راټول کړي وؤ.

له دې مخکې په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید په ګډون يو شمېر نورو غړو ته د ترهګرو سره د مالي مرستو په جرم کې هم سزاګانې اورولې دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG