لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: د تشدد په پېښو کې د يو تنکي ځوان په ګډون دوه تنه وژل شوي، پينځه ژوبل


په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې په دوه بېلا بيلو پېښو کې یو تنکی ځوان په ګډون دوه کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر عقیق حسین د دفتر چاواکو تاید کړه چې دا پېښې تېر د اتوار/يکشنبې په ورځ د میرانشاه په تپۍ او د میر علي په عیدک سیمو کې شوي دي.

د دوی په خبره وړومبۍ پېښه د میرانشاه په تپۍ سیمه که یو د ځوان مړی په داسې حال کې تر لاسه شوی چې په ډزو سره وژل شوی وو.

پولیس وايي دغه ځوان شمشېر داوړ نومیږي او کورنۍ يې په چا دعوه داري نه ده کړې او په میرانشاه تاڼه کې د نا مالومه کسانو پرضد مقدمه درج شوې او پولیسو يې پلټنې پیل کړي دي.

د شمشېر د تره زوي سورج داوړ وویل، د هغه مړی د ټوچي خوړ په غاړه هغه مهال سهار موندل شوی چې په دغه شپه د دوی په کورنۍ کې د يو وداده مراسم روان وو.

هغه ویل وژل شوی د تره زوی 14 کلن شمېرد اتم ټولګي زدکونکی او د فټبال لوبغاړی وو او دوی له چا سره هم شخصي دښمني نه لري.

د پولیسو د مشر دفتر چارواکو وویل بله پېښه د میر علي عیدک سیمه کې نسیم خان او محمد غلام قبیلو ترمنځ انښتې شوې دي. چې پکې د قېصر امین په نوم یو تن وژل شوی او د اکبر، احمد، سمیع الله، ناصر او خان زیب په ګډون پينځه کسان ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا نښته د پخوانۍ دښمنۍ له امله شوې ده او پولیسو مقدمه درج کړې ده.

وي او اې ډیوه په دې اړوند د پولیسو مشر عقیق حسین سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

تیره ورځ میډیا سره په شریک کړي خبر کې د پولیسو مشر ویلی وو، دوی د علاقې حالات د نزدې نه څاري. دوی د میر علي او میرانشاه بازارونو د امنیتي ګامونو جاج په خپله اخستی حالات په قابو کې دي، او د علاقې په امنیت یې د اطمینان څرګندنه کړې وه.

په شمالي وزیرستان کې په 6 نومبر د یو تن مړی په داسې حال کې موندل شوی وو چې سر ترې غوڅ وو.

په کال 2014 کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد په کې د ضرب عضب نومی عملیات کړی او دغه علاقې پاکې ګرځول شوې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.

په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وايي په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته په هدفي وژنو کې د علاقې 417 کسان وژل شوي چې پکې زنانه هم شاملې دي.

هغه وویل تر اوسه په دې یوه پېښه کې یو ککړ کس نه دی مالوم کړی شوی.

هغه وویل د وسله والو سره د مذاکراتو خبرې هم روانې دي خو په دې اړوند د علاقې قامي مشرانو، منتخب نمایندګانو سره هم حال احوال نه دی اخستی شوی، چې دغه وسله والې ډلې به څه ډول راوستلی شي.

هغه تور ولګوو په دې سیمې ته بیا د نا امنۍ راوړولو په منصوبه کار روان شوی دی.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان په نوم غیر دولتي تنظیم د شمیرو تر مخه سږ کال تر دې مهاله نزدي 60 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي.

په شمالي وزیرستان کې یواځې داکتوبر میاشت کې په امنیتي سرتیرو نهه بریدونه ترسره شوي چې پکې یو پولیس او 12 د پوځ او ملیشې عسکر وژل شوي دي.

په دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG