لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان:جعلي وزیراعظم دمذهب په نوم هیواد کې کرکې پیدا کړي


دپاکستان دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو دایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل رحمان وایي مذهبي او سیاسي ګوندونو د مذهب په بنياد د يو بل سره د ملګرتيا ژمنه کړې وه خو بدبختانه جعلي وزيراعظم د مذهب په نوم بدامني او نفرت پيدا کړی دی.


تیره ورځ د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه کې ولسي غونډې ته وینا کې هغه ویلي د عمران خان خبرې غټې وې او کارکردګي يې د نشت برابر ده، خلک به نور خلک نه غولوي،

نوموړی وایي دعمران خان د واکمنۍ په دريوؤ کالو کې ملک د تباهۍ پغاړه ولاړ دی .

مولانا فضل الرحمان وایي په پاکستان کې په دریوؤ کلونو کې یوازې مافیا ګټه کړې،د اوړو او د چینو غلا وده کړې، خلک دقیمتي درملو لپاره په کتارونو کې ولاړ وي،

هغه دعوه وکړه چې دعمران خان واکمنۍ کې هیواد دومره دتباهۍ ډګر ته رسیدلی چې بیا بحالۍ کې به یې يوه لسيزه وخت اخلي.

هغه ویلي دعمران خان قبایلي سیمو خلکو سره وعده کړې وه چې په يو کال کې به شپيته اربه روپۍ ورکوي خو له هغوئ روزګار اخستی شوی دی.


هغه ويلي موږ په جعلي حکومت او په جعلي انضمام باور نه لرو.

نوموړي وویل پوره په څلورو کلونو کې حکومت په قبایلي سیمه کې يو ښوونځی هم نه دی جوړ کړی.

دمولانا فضل الرحمان وینا وه کله چې جمهوري حکومتونه ختم شول، سیاسي مداریان راټول شول او د تحریک انصاف په نوم ګوند یې جوړ کړو. چې وروسته بیا د خلکو د منتخب حکومت پر ضد په لاریونونو کې وکارول شو.

هغه وويل اوس تياره د ختمېدو په حال کې ده. د دې وخت رارسېدلی چې د مجرمو واکمنانو سره حساب وشي او دامرانو خاتمه وشي.

هغه ویلي جمهوري حکومت د خلکو په ګټه دی. لوبغاړي په هیواد مسلط شوي او نن حالات د ټولو په وړاندې دي.

هغه وایي دا دافسوس خبره ده چې عمران خان هیواد تباه کړی دی، بلاول بهټو هم مسلم لیګ (ن) او پي ډي ایم ته د حکومت پرضد بیا د محاذ جوړولولپاره د یو ځایې کېدو بلنه ورکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي "چې پخوا څه وشول، اوس راشئ او د هېواد په اړه خبرې وکړئ. موږ باید دا جعلي حکومت ړنګ کړو"

مولانا ويلي دي چې د عمران خان درې کلنه کارکردګي دا ده چې د ګرانۍ له امله د زرګونو پاکستانيانو نه روزګار اخستل شوی،

مولانا فضل الرحمان وایي دحکومت کارکردګي دحکومتي چارواکو دروغجنو راپورونو په اساس نۀ بلکې دخلکو په مخونو دخوشحالۍ په شکل ښکاره کیدل پکار ده. خو د ګرانۍ د لاسه خلک سخت د پریشانې سره مخ دي.

هغه ویلي وزيراعظم پخپله پوهيږي چې هيواد يې په انتظامي توګه تباه کړى دى خو دخپل ضد اوبدبختۍ له امله اقتدار پريښودو ته تيار نۀ دى.

مخالف ګوندونه دعمران خان په حکومت تورونه لګوي چې اقتصاد ترې دتباهۍ حد ته تللی دی اؤ په خلکو یې ګراني مسلط کړې ده.

خو وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دکابینې غړي بیا دریځ لري چې اپوزیشن ګوندونه دخپلو ګټو لپاره خپلو کې یو شوي دي.

عمران خان دا هم دا تورونه هم لګوي چې دملک ټوله پیسه دزرداري اؤ نوازشریف په حکومتونو کې دهیواد نه بهر ویستل شوې ده خو اپوزیشن بیا دا تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG