لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاکنډ: په سخاکوټ کې د نشه يي توکيو پرضد مبارزه کوونکی فعال وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ضلع کې د نشه یي توکیو پرضد مبارزه کوونکی فعال محمد زاده اګره نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د پېښې په اړه د ملاکنډ ضلعې په سخاکوټ تاڼه کې درج شوې او د هغه ورور عبدالجلال ويلي تیر د ګل/ دوشنبې په ماښام ورته خبر ترلاسه شوی چې ورور يې د بازار سره په ډزو ويشتل شوی دی.

د اېف ايي ار ترمخه نامالومه کسان په موټر سايکل راغلي او په هغه يې ډزې کړي دي.

د اګره ورور ويلي د چا سره يې هم شخصي دښمني نه وه.

د محمد زاده د وژنې پرضد نن د سهار راهسې د سخاکوټ ملاکنډ په غټ سړک خلکو احتجاجي مظاهره پېل کړې او غوښتنه کوي چې د محمد زاد په وژنه کې ککړ کسان دې مالوم کړی شي او د قانون منګولو ته دې راوستی شي.

د محمد نواز يو ملګري همنواز وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، اګره به په علاقه کې په ځانګړي ډول د نشه يي توکيو او په سود د ګاډو د کاروبار پرضد مبارزه کوله.

هغه وویل وژل شوي تن څو ورځې وړاندې د ملاکنډ ضلعې مرستیال کمشنر ته مخامخ په يوه دستوره کې خبرې کړې او بيا اګره په خپله ويلي وو که څه ورله هم وشو زمه وار به يې مرستيال کمشنر وي.

وي او اې ډيوه د ملاکنډ د مرستيال کمشنر او نورو چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

بل لور ته د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا مرستيال رياض خان په خپله فېس بک پاڼه ويلي، وزیراعلا د محمد زاده اګره د وژنې د پېښې نوټس اخستی او د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر نه یې په دغه اړه رپورټ غوښتی دی.

هغه ويلي وزیراعلا لار ښوونه کړې چې د دغه پېښې دې پاکې پلټنې وشي او په پېښه کې ککړ کسان دې ونيول شي او سزا دې ورته ورکړی شي.

وروسته وزيراعلا په ټویټر وویل مرستیال کمشنر او اړوند اسټنټ کمشنر د څوکو څخه لرې کړی شو او د دواړو پرضد يې د انکوايرۍ کولو ویلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG