لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتین دخپلو بندي ملګرو خوشې کولو لپاره داحتجاجي لاریونونو اعلان وکړو


Manzoor Pashteen in Chaman

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور د خپلو نیول شوو فعالینو خوشې کولو لپاره په کویټه ټانک او کراچې کې په وار وار د لویو احتجاجي غونډو اعلان کړی.

هغه وایي داحتجاجونو دا لړۍ به د ۱۴م نومبر نه پیل کیږي اؤ که بندیان یې خوشي نه شول اسلام اباد ته به احتجاجي لاریون کوي.

د ټولنیزو رسانې فېسبوک له لارې د غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې د پاکستان قامي پارلیمان کې د جنوبې وزیرستان د خلکو دمنتخب استازي علي وزير، حنيف پښتين، اوېس ابدال، فهيم او رحمت شاه د خوشې کولو لپاره به په کوټه، ټانک او کراچۍ کې په وار وار ولسي احتجاجي غونډې کوي.

هغه زیاته کړې چې د دسمبر پر 26م نېټه به د سيند دایالتي پارلیمان مخې ته احتجاجي ناسته پیلوي او که په لسو ورځو کې حکومت د دوئ نیول شوي بنديان خوشي نه کړل بیا به د کراچې نه کوټې ، او بیا د خيبر پښتونخوا ډیره اسماعیل خان له لارې اسلام اباد ته د ګڼو خلکو سره احتجاجي لاريون کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي حکومت د ریاست او ریاستي ادارو پرضد د ولسي غونډو پرمهال د ویناګانو په تور نيولي دي. چې پکې په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان د خلکو منتخب استازی علي وزیر هم شامل دی.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وینا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي.

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ وايي په دوئ ترهګري تپل کیږي او دغونډو د لارې دوئ نړۍ ته دا باور ورکوي چې دوئ د ترهګري ښکار دي.

په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی اؤ د ملي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.

په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست وړومبی د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی او وروسته د جون په 26 د سپريم کورټ د کراچۍ رجسټرۍ ته د علي وزير د ضمانت خواست شوی، خو سپريم کورټ په دغه خواست د اورېدنې دپاره تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکلې.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلک په حکومت نیوکې کوي او وایي حکومت له تندروه مذهبي ډلو تحریک لبیک او پاکستاني طالبانو سره روغې جوړې کوي چې په تېرو وختونو کې یې په زرګونو عام خلک او امنیتي سرتیري وژلي خو علي وزیر په جلسه کې د وینا په تور له تیر یوه کاله راهیسې بندي دی.


دپښتون ژغورنې غورځنګ دې نه وړاندې په وار وار د علي‌ وزیر د خوشي کېدو لپاره احتجاجي مظاهرې کړې دي، خو دې سره سره پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند هم له حکومته د علي وزیر د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان د شورو- چارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، پرېکړه یې کړې ده چې د علي‌ وزیر د خوشي کېدو لپاره به ځانګړی تحریک چلوي:

دګوند صوبایي مشر ایمل ولي ویلي وؤ علي وزیر ولې په جېل کې دی ځکه چې هغه پښتون دی، د پارلمان یو پښتون غړی ځکه په جېل کې دی چې هغه په ازادۍ سره د اظهار د حق غوښتنه کوله او د پاکستان ایین دا حق هر وګړي ته ورکوي،

عوامي نېشنل ګوند به زر د علي‌ وزیر د خوشي کېدو لپاره یوه تګلاره وړاندې کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG