لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته نورې مرستې لېږل شوي


د پاکستان بزنس فورم او د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې د غلام خان په پوله افغانستان ته د یخنۍ نه بچ کېدو لپاره د سويټرونو، جرسيو او نورو سامانونو څلور ټرکونه مرستې لیږل چې د افغانستان خوست صوبې طالب مشرانو ته سپارل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر شاهد علي له دفتر جاري شوي بیان کې ویل شوي د افغانستان او پاکستان ترمینځه په غلام خان پوله زیرو پواينټ د مالونو نه ډک ټرکونه د خوست صوبې طالب مشرانو ته سپارل شوي دي.

په همدې حال کې د میرانشاه سیمې مرستیال کمیشنر عدنان ابرار رسنیو ته ویلي چې د افغانستان خلک زمونږ مسلمان ګاونډیان دي او مونږ به په دې سخت وخت کې له دوی سره هر څومره مرسته وکړو.

هغه وويل، په دغو ګاډو کې د يخ نه بچ کېدو سامانونه د پاکستان له خوا د افغانستان خلکو ته ډالۍ ده.

په بیان کې ویل شوي طالب مشرانو دا مرستې ستایلي او ویلي يې پاکستان زمونږ ورور اسلامي هيواد دى او هرکله چې په مونږ مشکل وخت راغلى، نو پاکستان زمونږ سره په سخاوتمندانه توګه مرسته کړې ده چې مونږ يې مننه کوو.

شمالي وزیرستان انتظامیه دا مرستې افغانستان ته په داسې حال لیږلې چې افتونو په وخت د انتظام برابرولو اداره وایي د شمالي وزیرستان نه 15230 رجسټرډ کورنۍ بې کوره دي او هم په زرګونو شمیره افغانستان ته هم کډه شوې. چې دا مهال د خپلو کورونو نه لري د کډوالې ژوند تیروي.

دغه کډوال وایي د تیرو اووه کالو نه بې کوره دي د سختو ستونزو سره مخ دي او دوی هم مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان خوست د ګلانو کیمپ کې میشت د شمالي وزیرستان یوه کډوال وحید الله وویل د ژمې موسم راغی او دوی سره د یخنې نه د بچ کېدو هیڅ انتظام نشته.

هغه وويل، خیمې ضعیفې شوې کمبلې یا بړستنې نشته ماشومان یې جرسۍ او یخنۍ نه د بچ کېدو نور څيزونه نه لري.

نوموړي زیاته کړه د دوی خوراکي مرستې تړل شوي چې دغه کډوال یې زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

ملک یاسین چې د شمالي وزیرستان د کډوالو مشري کوي په لکي مروت ضلع کې میشت دی وايي د غیر رجسټرډ کورنیو شمیره د رجسټرډ کورنیو نه څو چنده سیوا ده او دوی سره په دې کډوالۍ کې هیڅ مرستې نه کیږي.

هغه وویل دغه کډوال د لکي مروت او بنو په بیلا بیلو سیمې کې په ځنګلونو کې په وخت تیرولو مجبور دي.

هغه زیاته کړه دوی معاش نه لري او په دې کډولې کې خیمو، بړستنو کمبلو سره خوراکي توکو ته اړتیا لري.

ملک یاسین وویل پخوا هرې کورنۍ ته د میاشتې خواړه ورکړل کېدل چې پکې اوړه، غوړي او دال شامل وو خو اوس یوازې د خوړو اته زره روپۍ ورکړل کیږي خو په دغه پیسو په دې ګرانه ګرانۍ کې د اوړو یوه بوجې هم نه اخستل کیږي.

د پي ډي ایم ای ویاند احسان دواړ وویل رجسټر کورنیو سره د نړوالو په ملاتړ هرې کورنۍ ته د میاشت 20000 روپې مالي مرستې د خرڅ خوراک ورکړل کیږي.

هغه وویل منم دا مرستې کمې دي خو د نشت نه بیا هم ښې دي او په دې کډوالۍ کې د دوی مشکلات راټیټ کړي.

داوړ زیاته کړه کومې کورنۍ چې رجسترډ نه وي هغو ته دا مرستې نه ترلاسه کیږي او دغه کورنۍ یا ډبل شناخت لري یا بیا د رجسټریشن په وخت د اندراج نه پاتې شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG