لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عدالت نه انصاف ته په تمه يوو، په اې پي اېس کې د وژل شوو ماشومانو مياندې پلاران وايي


د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د پاکستاني طالبانو په بريد کې د وژل شوو ماشومانو میاندې پلاران وايي، دوی يواځې د عدالت نه د انصاف تمه لري، عمران خان چې وزیراعظم نه وو دوی له ورغلی وو او ورته یې باور ورکړی وو چې هغه به د دوی وکالت وکړي خو دغه وکیل يې پرون عدالت په زور راغوښتی وو، د پرونه پورې ورک وو.

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوي لسم جماعت زده کونکي اسفند خان مور شاهانه خان وايي پرون هغه هم په عدالت (سپريم کورټ) کې موجوده وه کله چې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ وزيراعظم عمران خان عدالت ته راغوښتی وو. چې تپوس ترې وکړي چې حکومت د دغه پېښې د ذمه وارو خلکو پر ضد څه قسمه کاروايي کړې ده.

شاهانه خان وايي کله چې عمران خان عدالت ته راغلو نو هلته په عدالت کې څه د 35 وژل شوو ماشومانو مياندې پلاران موجود وو، عدالت د عمران خان نه څه تپوسونه وکړل او عمران خان ورله څه ځوابونه ورکړل دوي ترېنه مطمئن نه وو.

هغې وويل عمران خان يواځې دا وويل چې دوی دغه اغېزمنو کورنيو ته تاوان ورکړی دی.

هغه وايي، وزيراعظم هغوي (عدالت) له په دې باندې وضاحتونه ورکړل، په هغه يې ډېرې نيوکې هم وکړې او په خاصه توګه يې دا وويل چې تاسو دې خلکو سره د تاوان خبرې کوئ او په داسې خبرو د خلکو بې عزتي کوئ. ورته يې ووېل چې تاسو د دوي په زخمونو مالګې دوړوئ، په دې باندې دا خلک ډېر خفه کيږي. يو خوا د دوي ماشومان لاړل، تاسو د دوي ماشومان دوي ته واپس ورکولی شئ.

شاهانه خان وايي چې درې کسيز بېنچ طالبانو سره د مذاکراتو او خبرو اترو په حقله هم وزیراعظم سره خبرې وکړې او د ترهګرۍ او امن په لړ کې يې ترې هم پوښتنې وکړې.

د اسفند خان مور شاهانه خان زياتوي چې عدالت حکومت له وخت ورکړلو چې دې کورنيو سره کښېني او مالومه دې کړي چې دوي څه غواړي او بيا دې دا عدالت ته وړاندې کړي. هغه وايي د عدالت د دغه کاروايۍ نه هغه ډېره هيله منه ده ځکه چې دوي د عدالت دغه ججانو ته ځولۍ خوره کړې وه چې دوي نور هيڅ نه غواړي يواځې انصاف غواړي.

هغه وايي، مونږ ترې ډېر مطمئن يو، او عمران خان د اعتبار وړ کس نه دی چې مونږ په هغه اعتبار وکړو. اووه کاله وړاندې کله چې دا پېښه شوې وه، هغه وخت هغه ويل چې زه ستاسو وکيل جوړيږمه او ستاسو چې کومې هم غوښتنې دي هر څه به زه وړاندې کومه او پوره کومه خو اوس پورې چې زمونږ وکيل د هغه وخت نه ورک وو، پرون د عدالت په زور مونږ ته ښکاره شو.

د ارمي پبلک سکوا دغه خونړۍ پېښه کې وژلی شوي د دولسم جماعت اېمل خان پلار عتيق اختر هم ووېل چې د تېرو څلورو کلونو راهسې په عدالت کې دغه اورېدنه روانه ده او د دوي د ډېرو هڅو نه پس دغه عدالتي کمېشن جوړ شوی وو. هغه وايي پرون هغه هم په عدالت کې موجود وو. هغه وايي پرون ججانو په عدالت کې د وزيراعظم نه څه قسمه تپوسونه کول داسې ښکارېدله چې ججانو د دوي د زړه خبره کوله او د دوي وکالت يې کولو.

هغه وايي،که د سپريم کورټ خبره وکړو نو سپريم کورټ خو دا وخت ډېر ښه کار کوي، مونږ ته ډېر مثبت ښکاري او دا مسله حل کول غواړي. ولې چې په دې کې حکومت هم دی، په دې کې زمونږ ادارې ککړې دي او هغه دېرې لوړې دي نو د هغې لپاره يوه زمينه جوړول دي. زمينه خو جوړه ده خو په دې کې د ذمه وارۍ د ټاکلو خبره ده. او د دوي په رپورټ باندې به عدالت دوه اوونۍ پس يوه پرېکړه کوي. دا هم کېدېشي چې فېصله وشي او دا هم کېدېشي چې وځنډولی شي. په دا وخت کې زمونږ ټولې هيلې د الله او سپريم کورټ سره تړلې دي چې دوي به زمونږ ماشومانو له انصاف ورکوي.

په کال2014 کې د ارمي پبلک سکول خونړۍ پېښه کې د 144 پورې وژل شوو کسانو کې زیاتره د سکول ماشومان وو، د دغو ماشومانو مياندې او پلاران د تېرو اتو کلونو راهسې د عدالتي کمېشن د لاندې د انصاف غوښتنه کوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ غوښتی او د پښور په سکول د برید د زمه وارو پرضد د کارروايۍ تپوس یې ترې کړی وو.

مشر قاضي ګلزار احمد د اورېدنې په وخت ويلي وو دوی دا نه وايي حکومت دې اېف ايي اردرج کړي خو بنچ د حکومت نه دا سپيناوی غواړي د ذمه واره امنيتي چارواکو پر ضد څه محکمانه کارروايي شوې ده.

درې کسيزه بنچ وزير اعظم عمران خان ته د ذمه وارو امنيتي چارواکو پرضد د کاروايۍ باوري جوړولو لپاره د څلور اوونيو پورې د حکومتي تګلارې وړاندې کولو حکم کړی او د قضيې اورېدنه یې ځنډولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG