لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معید یوسف:افغانستان یوازې پرېښودل به دنړۍ ستره تېروتنه وي


د پاکستان د وزیراعظم د ملي امنیت سلاکار معید ویلي پاکستان د یو سوله ییز ا, پرامنه افغانستان دپاره نړۍ سره همکاري کوي او که چري نړۍ افغانستان یو وارې بیا یوازې پرېښودو نو دا به ډیره ستره تیروتنه وي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت قابو درې میاشتې پوره کیدونکي دي خو تر اوسه د پاکستان په ګډون د نړۍ یو هیواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی منلی.

اسلام اباد کې د امریکایي سینیټ د بهرنیو چارو د کمیټې څلور کسیزه ډلې سره لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار ویلي چې افغانستان کې د شوو لاسته راوړنو د ژغورلو او د کډوالۍ د یو بل بهیر د مخنیوي دپاره باید نړۍ د طالبانو حکومت سره په ګډه کار وکړي.

معيد يوسف دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبانو په 15 اګست افغانستان په واک کې اخستی او بيا يې د خپل حکومت کابینه جوړه کړې چې ښځې پکې استازيتوب نه لري.

خو امریکا او نورو غربي هېوادونو چې د افغانستان نزدې 10 اربه ډالره يې په بېنکونو کې پراته دي، د افغانستان دغه شتمنۍ تړلي دي.

امريکا او نړيواله ټولنه د طالبانو نه غواړي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې د ټولو افغانانو استازيتوب پکې وي. طالبانو ته ويل کيږي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول ښځو ته حقونه ورکړي او جينکو ته د تعلیم ازادي ورکړي.

طالبان خپل حکومت همه شمول بولي اؤ وایي لږکیو اؤ ښځو ته یې خپل حقونه ورکړي دي خو څېړونکي اؤ مطبوعات بیا دطالبانو دا دعوې دحقیقت نه لرې ګڼي.

پاکستان پرله پسې د افغانستان د مرستو غږ کوي خو څيړونکي بيا په پاکستان نيوکې کوي چې د طالبانو دپاره پروپېګنډا کوي.

پاکستان د طالبانو د حکومت تسليمولو په اړه ويلي د نړۍ سره به يو ځای دغه پرېکړه کوي.

د پاکستان د سرکاري میډیا له مخې امریکایي مامورینو سره په دغه لیدنه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دسیمې اؤ نړۍ په موجوده وضعیت کې دخپل منځي مرستو دغځولو په لارو چارو اؤ دافغانستان په حالاتو خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپل یو ټویټ کې ویلي چې پاکستان مخکې هم په هر سخت پړاؤ کې دافغان ولس ترشا ودریدلی اؤ اوس به هم افغانستان سره هر رقم مرستې کوي.

عمران خان وایي چې دپاکستان په سفر راغلي دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته دپاکستان لخوا د هر رقم مرستو ډاډ ورکړل شوی دی.

دافغانستان دلندمهاله حکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دیو پلاوي په مشرۍ اوړمه ورځ اسلام اباد ته سفر کړی ؤ اؤ دلته یې پاکستاني چارواکو سره په یو لړ مهمو مسلو د نزدې نه خبرې کړې وې.

دطالبانو حکومت اؤ پاکستان پرله پسې په نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې افغانستان سره باید مرستې وکړي ترڅو په دغه هیواد کې دیوې بشري فاجعې مخه ونیول شي خو نړۍ لا دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG