لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نرښځيانو مالومولو دپاره د سېنېټر مشتاق قانوني مسوده د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکو رد کړې  


په پاکستان کې د بشري او نرښځيانو د حقونو فعالانو د جماعت اسلامي لخوا سېنټ ته وړاندې کړې شوې هغه قانوني مسوده رد کړې شوې ده چې پکې د نرښځیانو د حقونو د کال 2015 په قانون کې د بدلون راوستو سپارښتنه شوې ده.

د ګل په ورځ د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان په وړاندې کړې قانوني مسوده کې د يو تن د جنس بدلولو دپاره د مېډېکل بورډ د جوړولو سفارش هم شوی دی.

د بشري حقونو د خپلواکه تنظیم ايچ ار سي پي غړې زهره يوسف وايي که دغه مجوزه قانوني مسوده منظوره کړس شوه نو دا به د هېواد نرښځيانو ته ترلاسه شوي قانوني حقونه وتروړي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه سېنېټر مشتاق ویلي، باید د شناختي کارډونو جوړولو سرکاري ادارې نادرا سره هغه تن د نرښځي په توګه درج نشي څوک چې بغېر د طبي معاينې نه ځان نرښځې ګڼي.

د جماعت اسلامي د سېنېټر دغه مجوزه قانوني مسودې په غبرګون کې د خېبرپښتونخوا د نرښځیانو د حقونو فعاله ارزو خان وايي دغه مسوده ردوي او وايي د جنس د مالومولو دپاره د مېډېکل بورډ د معاېنې وړاندېز د نرښځیانو سپکاوی بولي.

ارزو خان په خېبر پښتونخوا کې د نرښځیانو دپاره د منزل فاونډېشن په نوم اداره هم چلوي ډيوه ته وايي د جنس د مالومولو دپاره د مېډېکل بورډ ضرورت نشته.

دا وايي د هېواد په هره ضلع کې د نرښځیانو يو مشر یا ګوروو ناست وي او هغه ته پته وي چې څوک نرښځی دی او څوک نه دی.

ارزو وايي په نرښځي باندې نرښځي پوهېږي، عام خلک پرې نه پوهېږي. مونږه کې عادي خلک ، ښځې او نرښځيان هم شته او چې زنانه دوي ته ګوري نو وایي دا نرښځی دی او سړي وايي چې دا نرښځی نه دی.

د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د نرښځیانو ټوله شمیر پينځه لکه ښودل کیږي او د هېواد سترې محکمې دوى ته په کال 2011 کې د خپل جنس په سرکاري اسنادو کې د نرښځي په توګه د درج کولو سره د ووټ اچولو او ملازمت ترلاسه کولو حق ورکړی او له هغې وروسته د هېواد پارلیمان دوي ته حقونو ورکولو دپاره کال 2018 کې قانون هم جوړ کړی وو.

د نرښځیانو د حقونو د کال 2015 په قانون کې ويل شوي کوم کس چې خپل ځان نرښځی ګڼي هغه حق لري چې ځان په سرکاري اسنادو کې نرښځې درج کړي.

د سېنېټر مشتاق په دغه مجوزه قانوني مسوده کې د ضلعې په کچه د نرښځیانو د جنس مالومولو لپاره د وزير اعظم او د صوبو د اعلا وزيرانو د منظورۍ وروسته د مېډيکل بورډ د جوړولو سپارښتنه شوې او ویل شوي باید چې په دغه بورډ کې يو پروفېسر ډاکټر، نفسياتي کار پوهه او ښځينه او نارينه جنرل سرجن شامل وي.

پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اېچ ار سي پي پخواني مشره او غړې ذهره يوسف ډيوه ته وايي د هېواد نرښځيانو په مودو پس خپل بنيادي حقونه ترلاسه کړي او که دغه مجوزه قانوني مسوده منظوره شي نو دغه حقونه به يې پرشا لاړ شي.

ښاغلي سنېټر مشتاق په خپله قانوني مسوده کې د جنس د بدلون لپاره د جراحۍ يا سرجرۍ د طريقه کار هم مخالفت کړی او دريځ يې خپل کړی چې که د کال 2018 دا موجوده قانون په خپل حال پاتې شو نو دا به په هېواد کې د هم جنسو سره د ودونو کولو لار خلاصه کړي.

راني خان چې په خپله هم يو نرښځی دی او اسلام اباد کې د نرښځیانو لپاره يوه ديني مدرسه چلوي ډيوه ته وايي د سېنېټر مشتاق د قانوني مسودې ملاتړ کوي.

هغه وايی څوک هم دا حق نه لري چې د مېډيکل معاينې بغېر خپل ځان نرښځې وګرځوي.

دا وايي باید چې نرښځيان په خپل حال پرېښودل شي ولې چې حکومت خو دوي ته شناختي کارډ ورکړی خو د دغه کارډ په بنياد نه خو دوي ملازمت ترلاسه کړی او نه پرې حج او عمره کولی شي.

په سېنېټ کې د جماعت اسلامي سېنېټر د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد نه غوښتي چې د کال 2018 نه 2021پورې درې کاله موده کې څومره کسانو د خپل جنس بدلولو دپاره نادرا ته خواستونه کړي دي.

وروسته بيا د کورنیو چارو وزارت په ځواب کې ویلي، په تير درې کاله موده کې نادرا ته د جنس بدلولو 28زره 723 خواستونه ترلاسه شوي او عمل پرې شوی دی.

ويل شوي په دغو خواستونو کې 16زره 530 خواستونه د سړي يا نارينه نه ښځې ته بدلولو او 15زره 154 خواستونه د ښځې نه ځان د سړي جوړولو دپاره شوي دي.

ويل شوي نهه سړو خواستونه کړي چې هغه دې نرښځي شي خو ښځو کوم داسې خواست نه دی کړی چې نرښځی دې جوړ شي.

XS
SM
MD
LG