لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلیمان کې په کورنيو مسلو د خبرو اجازه نه وي، په افغانستان بحثونه کيږي، د پارلیمان غړي وايي


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پارلیمان غړو ويلي، په پارلیمان کې د افغانستان د مسلې په حل کولو خبرې کيږي خو په ملک کې دننه په مسلو د خبرې دپاره چاته اجازه نه ورکول کيږي.

په قومي اسمبلۍ کې د ګلګت بلستان د پخواني قاضي لخوا د سپريم کورټ په پخواني قاضي د تورونو د پلټنو غوښتنه شوې ده.

د قومي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ د اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې وويل، هغه نه پوهيږي چې حکومت وزیران د يو جج په بل جج لګېدلو تورونو ته ځوابونه ولې ورکوي، دلته هر چا ته مالومه ده چې عدالتونه څنګه کار کوي.

هغه د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير د قضيې يادګېرنه وکړه چې د هغه د ضمانت دپاره د څلور میاشتونه نه خواست جمع شوی خو تراوسه د دغه خواست دپاره د اورېدنې نېټه نه ده ټاکل شوې.

هغه وویل د پوځي جرنېلانو غبن هم د چا نه پټ نه دی خو خبره يواځې د اولسي استازو د حساب کتاب کيږي.

"څو پورې چې د جرنېلانو حساب کتاب (احتساب) نه وي شوی، د کله پورې چې د ججانو احتساب نه وي شوی، د يو جرنېل غټ سکېنډل راغلو چې د 100 نه زيات فرنچايزونه لري خو د هغه نه څوک هم د پېسو رسيد نه غواړي"، څو پورې چې دغه حساب کتاب نه وي شوی تر هغې پورې دلته حالات نه شي سمېدی.

داوړ د تحریک لبېک او تحریک طالبان سره د خبرو او د افغانستان په حالاتو کې د پاکستان په کردار غوښتنه کړې چې په دغو موضوعاتو دې پارلیمان خبر کړی شي.

د بلوچستان نېشنل ګوند ښځينه غړې شهناز نصير بلوڅ ويلي، د کله نه چې پاکستان جوړ شوی د بلوچستان خلک د محرومۍ ښکار دي.

هغې وویل، "د 342 غړو په دې اېوان کې د بلوچستان خبره څوک نه شي کولی، د افغانستان پکې هر څه کېدی شي".

بلوڅ زياته کړې د تحریک انصاف د حکومت په ايتلاف کې ځکه شامل شوي وو چې ورته دغه ګوند د بلوچستان د مسلو هوارولو او په ځانګړي ډول د بې درکه کسانو د مسلې حل کولو باور ورکړی شوی خو موجوده حکومت په دغه لړ کې هیڅ نه دي کړي، اوس هم خلک په زوره بې درکه کول کيږي او هدفي وژنې روانې دي.

خو د بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلۍ مرستیال سپيکر قاسم سوري د ښځينه غړې د بيان په ځواب کې ویلي، موجوده حکومت د جنوبي بلوچستان دپاره د شپږ اربه روپو پروژې منظورې کړي دي.

او د مسلم ليګ ن غړي جاوېد لطيف ويلي، د ګلګت بلتستان پخواني جج په بل جج تور لګولی دی، د دې پلټنې پکار دي، خو دلته په پاکستان کې د هغو ججانو پرضد کارروايي کيږي چې د رياستي ادارو په سیاست کې په لاس وهنه نيوکې کوي، خو کوم ججان چې د سياسي مشرانو په قضيو کې د شخصي خوښې نا خوښې نه کار اخلي د هغو پرضد څوک خبره نه شي کولی.

او بيا حکومتي وزیر مراد سعيد ویلي نواز شریف د ګلګت بلتستان پخوانی مشر قاضي په دغه څوکۍ ټاکلی ځکه يې د نواز شریف په حق کې خبره کړې ده.

د ګلګت بلتستان پخواني مشر قاضي رانا محمد شمیم په يو حلفيه بيان کې تور لګولی چې د پاکستان د سپریم کورټ پخواني مشر قاضي ثاقب نثار لانديني عدالتونو ته امر کړی وو چې د کال 2018 د انتخاباتو نه وړاندې دې پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز دې په ضمانت د زندان نه ازاد نه کړي.

نواز شریف او مریم نواز دغه وخت د احتساب په یوه مقدمه په قید کې وو، خو ثاقب نثار په ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG