لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقلیتي استازي وایي پاکستان کې یې مذهبي ازادۍ تر پښو لاندې شوي


د احمدي ټولنې لخوا په جاري شوي وروستي رپورټ کې راغلي چې په پاکستان کې د کال 1984 راپدېخوا 275 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي چې دې کې په دې وروستیو کې په پېښور کې وژل کسان هم شامل دي.

د امریکا دبهرنیو چارو د وزیر انټوني بلنکن پاکستان او افغانستان د مذهبي ازاديو د سرغړونو په اړه د ځانګړې اندېښنې دهېوادونو په نوملړ کې شامل کړی دي.

پاکستان کې د بشري او مذهبي لږکیو د حقونو ډلې وايي د هېواد دننه دمذهبي تندروۍ په زياتېدو سره د اقليتونو په ګډون د اکثریتي مسلمانانو مذهبي ازادياۍ هم د ګواښ سره مخامخ دي.

په یاد نوملړ کې دهغو هېوادونه نومونه اچول کېږي چرته چې په منظم ډول د مذهبي ازادۍ سنګينې سرغړونې روانې وي.

د پاکستان حکومت له وړاندې څخه دمذهبي ازادیو دسرغړونې تورونه اؤ رپورټونه ردوي او وايي د هېواد په دستور کې ټولو مذهبي اقلېتونو ته مذهبي ازادۍ ترلاسه دي.

د امریکا د سږني کال په دې فهرست کې د چین او روسیې نه علاوه پاکستان، افغانستان، ايران، سعودي عربستان، ميانمار، تاجکستان او ترکمانستان هم شامل دي.

پاکستان کې د احمدي ټولنې وياند عامر محمود د امريکا د بهرنيو چارو د وزير بيان ته خپل غبرګون کې وايي پاکستان کې د احمديانو مذهبي ازادي له مودو راهسې د خپو لاندې چقول کېږي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وايي پاکستان کې احمديان په سلام کولو ، اذان ېا بانګ وېلو باندې هم مجرم ګرځول کېږي او که احمدیان خپل دين د اسلام سره تړلي نو هم ورسره لکه د مجرم چلند کېږي.

ډيوه چې کله په دې اړه د مذهبي همغږې لپاره د پاکستان د وزير اعظم عمران خان سلا کار طاهر اشرفي سره رابطه وکړه نو نوموړي وويل چې خپل بيان به وروسته ورکوي.

د پاکستان حکومت مخکې هم د مذهبي ازادۍ د سرغړونو په اړه د امريکا رپورټونه رد کړي او وايي هېواد کې د دستور لاندې ټولو لږکیو ته په خپل مذهب د عمل ازادي ترلاسه ده او هغوئ په خلاص مټ بې له کومې وېرې ترهې په مذهب عمل کوي.

هم دا ډول په پاکستان کې د بشري حقونو دڅار دخپلواک غېر دولتي تنظيم ايچ ار سي پى مشر حارث خليق ډيوه ته وايي په پاکستان کې د مذهبي سخت دریځي له امله د لږکیو سره د اکثریتي مسلمانانو مذهبي ازادۍ هم د خطرو او ګواښ سره مخامخ دي.

هغه وايي پاکستان کې دا مهال ټولو ته خطره ده خو په پاکستان پسمانده طبقې چې له قامي بهير هم بهر دي د لا زیاتو ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دي.

په نړۍ کې د مذهبي ازاديو په اړه د امریکا د کال 2020 په رپورټ کې د غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس دشمېرو په اساس ویل شوي چې په پاکستان کې شاوخوا 199 کسان د مذهبي د سپکاوي په سرغړونو تورن ګرځول شوي چې د کال 2019 په نسبت يو کال کې زياته اضافه په ګوته کوي.

دا رپورټ وايي دمذهب د سپکاوي دقانون لاندې تورن ګرځول شوؤ کسانو کې د 70 فيصدي کسانو تړاؤ د مسلمان شيعه ډلې او د شل فيصدپ تورنو کسانو تړاو د احمدي ټولنې سره ښودل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن ویلي چې دوئ به په هغو ټولو هیوادونو فشار راوړي چې داسې په خپلو اړوندو قوانینو او چلند کې پرتې نيمګړتياوې لرې کړي او د بد چلند کونکو سره احتساب ته وده ورکړي.

د احمدي ټولنې لخوا په جاري شوي وروستي رپورټ کې راغلي چې په پاکستان کې د کال 1984 راپدېخوا 275 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي چې دې کې په دې وروستیو کې په پېښور کې وژل کسان هم شامل دي.

پاکستان کې د بشري حقونو د څار خپلواک کمیسیون د کال 2020 په رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان کې په زور د مذهب د بدلون 31 پېښې رپورټ شوي دي چې په کې زياتره د مذهبي اقليتونو تنکۍ انجونې شاملې دي.

دغه رپورټ کې د پولیسو د شمېرو په اساس ویل شوي چې586 کسان د مذهب په سپکاوي تورن ګرځول شوي دي چې د زياتره کسانو تعلق په کې د هېواد تر ټولو لویې صوبې پنجاب سره دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG