لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا خیبر پښتونخوا کې دپولیسو اؤ ایف سي ځواکونو په اسانتیاؤ ۱۸میلیونه ډالر مصرفوي


امریکې د نشه یي توکو دمخ نیوي او دقانون دنفاذ دنړیوالې ادارې د لارې د خیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعو په ګډون ټوله صوبه کې کښې پولیس او ایف سي ځواکونو لپاره داسانتیاؤ برابرؤلو دپروګرام پرانسته کړې ده.

د امريکې د حکومت لخوا د خېبر پښتونخوا پوليسو او دایف سي یا ملیشې ځواکونو لپاره د يو کروړ اؤ اتياؤ لکو ډالرو په مصرف داسانتیاؤ د پرانستې په مهال پېښور کې د امريکې کونسل جنرل رچرډ اېچ راېلي وویل د روانې اوونۍ روانې هلې ځلې د امريکې او پاکستان تر مينځه د شراکت دارۍ په تاريخ کې يو بل ګام دی.

په پېښور کې دامريکایي کونسلګرۍ د عامو اړيکو دڅانګې له لوري دخپور شوي بيان تر مخه د امريکې کونسل جنرل دا هم ویلي دي چې امريکا هيله منده ده چې دې اسانتیاؤ سره به حکومتي چارواکي خپل کار په ښه توګه ترسره کړی شي او دخېبر پښتونخوا په ضم شوو ضلعو کې به هم د قانون عملي کولو او وضعیت پځائ ساتلو کې دا مرسته کوي.

د ايي این ایل ادارې خېبر پښتونخوا کې د پوليس، ایف سي او اوس په خېبر پښتونخوا کې ضم شوؤ قبایلي ضلعو کې دپخوانۍ ليوي دعسکرو روزنه کوله.

د خېبر پښتونخوا د پوليسو يو پخوانی مشر یا ډي ایي جي سيد اختر علي شاه وايي یادې ادارې په تېرو کلونو کې هم په خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ مخنيوي لپاره دتربيت د لارې دخېبر پښتونخوا دپوليسو توان سېوا کولو کې مهم کردار ادا کړی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه زياته کړه چې په ضم شوؤ ضلعو کې د اهلکارانو هم دغه شان تربيت کې دوئ مرسته کوي.

دهغه په وینا "ددې ګامونو سره لويه خبره داده چې د پوليس استعداد به سېوا کيږي او چې کله استعداد سېوا شي او بيا کله دوئ عملي مېدان ته ځي نو د رياست چې کومه بنيادي ذمه واري ده چې د ټولنې هر غړي ته تحفظ ورکړي هغه به يقيني کيږي"

ښاغلی اختر علي شاه وایي دپولیسو د توان سیوا کیدو له امله به د اولس په رياست او پوليس اعتماد سېوا کيږي.

نوموړی وایي ايي این ایل په امدادي مرسته کوونکيو سازمانونو کې يوه داسې ځانګړې اداره ده چې هغې په نظر راتلونکي کارونه کړي دي. ودانۍ يې جوړې کړې دي، او د استعداد سېوا کولو لپاره يې دلته د اوږدې مودې لپاره کار کوونکې ادارې جوړې کړې دي.

د پېښور يو خبريال لحاظ علي هم وايي د قبایلي ضلعو پخواني ليويز او خاصه دار ځواکونه داسې مسلکي روزنې ته اړتیا لري چې دوئ هم د خېبر پښتونخوا پوليس يوه باقاعده برخه جوړه شي.

ډیوه سره خبرو کې لحاط علي وایي" په دې وخت کې ددغه خلکو لپاره د ټولو نه مهم څيز تربيت دی، د وسلې چلول دي او د خلکو سره د چلند زده کړه ده. ولې چې دا هغه ځواکونه دي چې تربيت يې د خاصه دارۍ او ليويز د لاندې شوی دی"

په پېښور کې د امريکایي کونسلګرۍ دبيان تر مخه امريکې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په پاکستان کې د وګړو تحفظ باوري کولو او د پوليس ځواکونو په کارکردګۍ کې ښه والي راوستلو لپاره پاکستان سره په ګډه کار کړی دی او د امريکې د نشه یي توکو د مخنیوي او د قانون دنفاذ نړيوالې ادارې ايي این ایل په دې لړ کې مهم کرادر لوبولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG