لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دټولنیزې رسنۍ "ټیک ټاک" نه بندیز پورته کړو


د درېوؤ میاشتو له بندیز وروسته پاکستان کې یو ځل بیا د لنډو ویډیوګانو خپرولو ایپ ټیک ټاک ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده خو دپاکستان دمخابراتو اداره پي ‌ټي ای وایي چې له بندیز پورته کولو وروسته به هم دټیک ټاک دایمي څارنه روانه وي.

دناوړه اؤ‌غیرمناسبو موادو دخپرولو په تور پاکستان کې د رسنیو دڅار دولتي ادارې ټي ټي ای سږکال د۲۱م اګست نه ګرد هیواد کې په ټیک ټاک بندیز لګولی ؤ.

خو ډان ورځپاڼه وایي چې اوس دټیک ټاک انتظامیې دهیواد دمخابراتو ادارې(پاکستان ټیلي کمیونیکشن اتهارټي) ته باور ورکړی چې دځایي قوانینو اؤ ټولنیزو اقدارو له مخې به په غیرقانوني موادو دقابو موندلو دپاره اړین ګامونه اخلي.

پي ټي ای خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې دټیک ټاک انتظامیې دا باور هم ورکړی چې کوم خلک په مستقل ډول غیرقانوني مواد ټیک ټاک ته خیژوي هغوئ به په دغه ایپ بلاک کولی شی.

اعلامیه کې ویل شوي چې پي ټي ای به له دې وروسته هم په مستقله توګه دټیګ ټاک څارنه کوي ترڅو دپاکستان دټولنیزو کدرونو اؤ قوانینو سره په ټکر کې دخپریدونکو موادو مخه ونیسي.

په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو د صارفينو د حقونو لپاره دکارکونکي غېر دولتي ادارې بايټس فار ال منېجنګ ډاېرېکټر هارون بلوچ ډيوه ته وايي پاکستان کې د ټیک ټاک استعمال د فېسبوک او يو ټيوب نه وروسته په درېم نمبر تر ټولو زیات کېږي چې ښيي د هېواد 13 فيصدى خلک دا اېپ د بېلابېلو مقصدونو دپاره کاروي.

هغه وايي که يو خوا په پاکستان کې خلک دا اېپ د وېډيوګانو لپاره ګوري نو ورسره بلها خلک په دې باندې کاروبارونه هم کوي.

دنوموړي په وینا په پاکستان کې دا اېپ تر څلورو میاشتو بند وو چې له کبله یې خلکو ته د کروړونو روپو نقصان رسېدلی دی ولې چې خلک ددې رسنۍ له لارې بېلابېل کاروبارونه کوي..

د چينايي کمپنۍ بايټس ډېنس دا اېپ په پاکستان کې شاو خوا 39 ميليونه ځله ډاونلوډ شوی دی.

پاکستان چې د چین سره نزدې اړيکې لري د ټیک ټاک په دې اېپليکېشن ټينګار کوي چې دغېر اخلاقي موادو د خپریدو مخنيوي لپاره يوه موثره طريقه کار جوړ کړي.


پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو فعال شفيق ګګيانى ډيوه ته وايي په پاکستان کې ځوان کول د ساعت تیري نورې موقعې نه لري او که دا قسمه اېپس هم دا شان کله تړل کېږي او کله پرانستل کېږي نو ورسره هغوئ د خپلو صلاحیتونو دښودنې له لارو بې برخې کېږي او مايوسي پکې خورېږي.


هغه وایي دا رقم اېپس چې په ځوانانو بند شي نو هغوئ بیا د نشو او نورو غېر اخلاقي کارونو اړخ ته ځي او دا خطره هم شته چې دوئ بيا د ترهګرۍ او سخت دریځي خوا ته لاړ شي.

په تېرو څو کلونو کې پاکستاني چارواکو د فېسبوک او ټويټر کمپنیو ته هم داسې شکایتونه استولي چې وايي خپاره شوي مواد یې د اسلام او پاکستان د قانون پر ضد دي.

کال 2008م کې هم پاکستاني چارواکو يو ټيوب د پېغمبر اسلام پرضد دسپکاوى د موادو د خپرېدو په تور کې د اوږدې مودې لپاره تړلی ؤ.

ټیک ټاک د چین د یو مشهور ټولنیز نیټ ورک ایپ دی چې خلکو ته دلنډو ویډيوګانو،په سندرو دشونډو خوځولو اؤ غبرګو ویډیو ګانو جوړولو اؤ خپرولو اجازه ورکوي.

دلنډو ویډیوګانو خپرونکې دا رسنۍ دامریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک کاروي اؤ دا ایپ شاوخوا دوه اربه ځله خلکو خپلو موبایلونو ته ښکته کړی دی.

پاکستان کې دتیریوکال په اوږدو کې په دغه ایپ څلور ځله بندیزونه لګول شوي دي.

په دې رسنۍ پرله پسې پاکستان کې دا تورونه لګي چې نامناسبه اؤ دبې حیایۍ مواد خپروي اؤ نوی کول بې لارې کوي.

پاکستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې ټیک ټاک اېپ پکې ډاونلوډ کېږي او کارول کېږي. د دې هېواد د مواصلاتو اداره وایي په پاکستان کې د میاشتې په حساب دوه کروړه خلک ټیک ټاک استعمالوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG