لاس رسیدونکی لینک

 
دسکرو کانونو کې دبشري حقونو په سرغړونو ایچ ار سي پي اندېښنه ښودلې
تازه خبر

دسکرو کانونو کې دبشري حقونو په سرغړونو ایچ ار سي پي اندېښنه ښودلې


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په کوټه پریس کلب کې دبشري حقونو د تنظیم دبلوچستان مشر حبیب طاهر ایډوکېټ یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دپاکستان دبشري حقونو کمېشن (ایچ ار سی پی) د حقایقو د موندنې ډله په دې اړه سخته اندیښمنه ده چې د سکرو کان کیندونکي د بشري حقونو د سختو سرغړونو سره مخ دي.

هغه د پاکستان سنټرل لېبر فیډرېشن د کانونو د کارګرانو د مرکزي اتحاد درپورټ په حوالې ورکولو سره ویلي په ۲۰۲۱ کال کې د کانونو په پیښو کې لږ تر لږه ۱۷۶ کان کیندونکي مړه شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، په بلوچستان کې کان کیندونکي د وسلوالو له خوا د هدفي بریدونو له اضافي خطر سره هم مخامخ دي.

نوموړي وویل دماینونو د نمونې پراساس چې ټیم یې لیدنه کړې، د دوئ روغتیا ته هم پاملرنه نه ده شوې.

" د سکرو د هر کان مالک باید دکان مخې ته ایمبولانس او بیړني روغتیایی کارکوونکي ولري"

هغه زیاته کړه چې"صوبه کې له 6,000 څخه زیاتو کانونو کې یوازې 27 کانونو کې د روغتیا اسانتیاوې شتون لري او څرګنده شوې ده چې ډیر کارګران د EOBI یا دټولنیز خوندیتوب پروګرامونو سره راجسټرډ شوي نه دي.

دحبیب طاهر ایډوکېټ په وینا "دکانونو په پېښو کې د مړینې او ټپي کیدو معاوضه په نورو صوبو کې پینځه لکه خو په بلوچستان کې درې لکه روپۍ ده،دا باید په چټکۍ سره اصلاح شي"

دبشری حقوقو سازمان وویل د کارګرانو اتحادیې د سکرو دټېکداری نظام څخه ډیرې ناخوښه دي.

دبشري حقونو سازمان دا سپارښتنه هم وکړه چې حکومت دې دسکرو کان کیندنې څانګې ته دیو صنعت درجه ورکړي او د کانونو مالکان او ټیکداران دې د1923 دقانون او وروسته د بدلون سره سم باید ژر تر ژره د کانونو د خوندیتوب او روغتیا په اړه د مزدورانو د نړیوال سازمان د176 کنونشن پریکړې عملي کړي.

په دې وروستیو کې دبلوچستان حکومت ویلي چې دوئ د صوبې دمعدنیاتو له پاره نوی قانون منظور کړی دی چې د عملي کېدو سره به یې د کان کیندونکو ستونزې هوارې شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG