لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټي ټي پي دمذاکراتو کامیابېدو لپاره دپاکستان ریاست ته درې مهم شرطونه اېښې دي


رپورټونه وایي دپاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي دپاکستان ریاست ته د کامیابو مذاکراتو دپاره درې غوښتنې وړاندې کړې دي چې پکښې کوم بل هیواد کښې د پاکستاني طالبانو ددفتر خلاصولو،پاکستان کښې دشرعي نظام نافذولو اؤ دقبایلي ضلعو دپخواني حیثیت بېرته پرځائ کولو غوښتنې شاملې دي.

د پاکستان دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون خپل رپورټ کښې ویلي چې دپاکستان حکومت دټي ټي‌ پي ددغو غوښتنو منلو نه انکار کړی اؤ طالبانو ته یې ویلي چې هیواد کې د وړاندې نه اسلامي نظام موجود دی اؤ د چا دخوښې شرعي نظام دلته نه شي نافذ کیدای.

د قامي سلامتیا دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار ډاکټر معید ېوسف جیو نیوز سره خبرو کښې ویلي پاکستان یو دستور لري اؤ هغه دستور به هر څوک مني.

معید یوسف دې خبرې نه هم انکار کړی دی چې پاکستان نیغ په نیغه طالبانو سره مذاکرات کوي اؤ وايې دا خبرې دافغان طالبانو له لارې پاکستاني طالبانو سره روانې دي.

معید ېوسف وايي په موجوده وخت کې نه شو ویلی دا مذاکرات به په کوم لور ځي خو دا هم نه شو کولی چې دهر چا هره غوښتنه ومنو.

روانه میاشت دپاکستان اؤ طالبانو ترمینځ د مذاکراتو د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان حکومت اؤ پاکستاني طالبانو دیوې میاشتې د اوربند پخلی کړی دی.

پېښور کې میشت خبریال محمود جان بابر وایي پاکستان طالباني یوازې دا درې غوښتنې نه لري.

دهغه په وینا "تر ټولو لویه غوښتنه خو طالبان پاکستاني بندي خانو کښې د خپلو ملګرو دخوشې کولو لري اؤ زه فکر نه کووم چې دا مذاکرات به په آسانه کامیابه شي"

تر دې وړاندې دقامي سلامتیا کمېټې ته طالبانو سره دمذاکرتو په لړ کې ورکړی شوي احوال یا بریفنګ کښې د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي وؤ طالبانو سره مذاکراتو کښې دپاکستان دریاست لاس بره دی.

خو د پېښور پوهنتون پروفیسر ډاکټر عرفان اشرف وايي پاکستان دهر هغه تنظیم غوښتنې منلي دي چې په لاس کښې يې ټوپک وي اؤ تحریک لبیک سره معاهده ددې مثال دی.

د طالبانو لخوا کوم بل هیواد کښې ددفتر خلاصولو په غوښتنه عرفان اشرف وايي که چرې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو نه متاثره دي نو هغوئ ‌امریکې سره مذاکراتو د پاره په قطر کښې دفتر خلاص کړی ؤ اؤ که دوئ هم ېو بل هیواد کښې دفتر خلاصوي نو مطلب پاکستاني طالبان به بیا دیو سیمه ایز طاقت په توګه مخې ته راشي.

هغه وایي که دقبایلي ضلعو پخوانی حیثیت بحال شي نو دا غوښتنه دطالبانو مشر نور ولي نیوېارک ټایمز سره خبرو کښې هم کړې وه چې دوئ د قبایلې سمیو ازاد اؤ خود مختاره حیثیت غواړي.

دسیاسي چارو کارپوهه ډاکټر سرفراز خان وایي وزیراعظم عمران خان د ډیر وخت نه خواهش لرلو چې طالبانو سره مذاکرات وکړي اؤ د پاکستان خواهش نه طالبان هم خبر دي ځکه دوئ هم خپل غوښتنې سېوا کړې اؤ اوس پاکستاني طالبان هم ګڼي چې دوئ یو ترهه ګر تنظیم نه بلکې یو سیاسي طاقت دی.

بلخوا دنامتو وکیلې اؤ دبشري حقونو دمبارزې عاصمه جهانګیر په یاد کې تیره ورځ راجوړ شوي یو کانفرنس ته خپله وینا کې ددغه کانفرنس برخه والو ویلې دي چې د پاکستان لخوا دافغان طالبانو مرستو ته ددوام ورکولو مطلب به دا وي چې دلته به هم پاکستاني طالبان مضبوط شي.

XS
SM
MD
LG