لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عاصمه جهانګيرکانفرنس: د نواز شریف په ادارو نيوکې، د فواد چودري د غونډې نه انکار، د پشتين وينا


په لاهور کې د يادې بشري حقونو فعالې او وکیلې عاصمه جهانګير په ياد کې راجوړې شوې دستورې ته په وېنا کې پخواني وزیر اعظم نواز شريف د پاکستان په ادارو نيوکې کړي، د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په غونډه کې د ګډون څخه انکار کړی او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي دوی ته د جايزو غوښتنو په سر غدار ويل کيږي.

د اتوار/يکشنبې په ورځ (21 نومبر) دستورې ته په ويډيوي وېنا کې د مسلم ليګ ن ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف وويل، چې کله يې د کور دننه (ملک) د سمولو خبره وکړه، مقدمې پرې جوړې شوې او سزا ورته ورکړی شوه.

هغه وويل، "د کله نه مونږ ګورو، چې ايين دلته ماتول کيږي، عدالتونه دلته ماتيږي او د خپلې خوښې په ججانو د خوښې فېصلې اورول کيږي".

د نواز شريف په خبره نن که په ملک کې څوک رښتیا وايي، بې درکه کول کيږي، بندي کيږي او يا وژل کيږي.

نواز شریف دغه وېنا په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې په 15 نومبر د پاکستان د انګرېزۍ ژبه (دې نيوز ورځپاڼه) کې خبر خپور شوی وو چې د ګلګت بلتستان پخواني مشر قاضي رانا محمد شمیم ویلي د پاکستان سپریم کورټ پخواني مشر قاضي ثاقب نثار لاندې عدالتونو ته امر کړی وو چې د کال 2018 د انتخاباتو نه وړاندې دې پخوانی وزیراعظم نواز شریف او ده غه لور مریم نواز دې په ضمانت د زندان نه ازاده نه کړي.

خو پخواني چيف جسټس دغه تورونه رد کړي وو.

دستورې ته وېنا کوونکو له دغې وړاندې هم د پاکستان په عدالتي نظام او پوځي جرنېلانو نيوکې کړي، خو دغه دستوري ته اوسني ګلزار احمد بيا ويلي وو، "دا تاثر ورکول چې عدالتونو د فشار لاندې کار کوي او د ادارو په دباو کې کار کوي، زما په ياد کې داسې خبره نشته او نه هغه په دباو کې راغلی او نه يې د کومې ادارې خبره اورېدلې او فېصله يې اورولې ده".

بل لور ته د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي هغه ته په دستوره کې د ګډون بلنه ورکړی شوې وه، هغه د نواز شريف د نوم اخستو پرته ويلي، "ورته ویل شوي وو چې غونډه به د يو مفرور ملزم په وېنا پای ته رسي، ښکاره ده چې دا د ملک او ايين سره ټوکې کول دي، ځکه هغه په دستوره کې د ګډون نه انکار کړی دی".

دستورې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وويل، په ملک کې په غېر قانونه توګه بې درکۍ او وژنې کيږي، خلک په هدف کيږي او دوی ته ترهګر ويل کيږي، او که دوی د پلټنو د کمېشن جوړولو غوښتنه کوي نو غدار ورته ويل کيږي.

هغه وويل که د خپلو مظلومو، محکومو خلکو ترجماني کول غداري وي نو دوی په دې وياړي. هغه د بې درکه کسانو عدالتونو ته وړاندې کولو غوښتنه هم وکړه.

د قومي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وويل، په پښتنه سيمه کې که تندروي راځي نو هلته پوځي عمليات کيږي او په زرګونو وژنې پکې کيږي، خو دغه کارکه په پنجاب کې کيږي تحریک لبېک په خپلو مظاهرو کې د پوليسو وژنې کوي نو د هغو سره بيا بدله رويه ساتل کيږي د هغه په وېنا ځکه چې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ او سياسي مشران پنجاب نه خفه کول غواړي.

هغه وويل د تحريک لبېک د مشر سعد رضوي ضمانت په یوه شپه کې وشي خو د علي وزير مقدمې ته په مياشتو مياشتو د اورېدنې دپاره نېټه نه ټاکل کيږي.

دستورې ته د نواز شریف د ويډیوي وېنا د لنک قطع کېدو په اړه د عاصمه جهانګير لور او د دستورې راجوړونکې منيزې جهانګير ويلي، د نواز شریف د وېنا پېل کېدو سره سم انټرنېټ قطع شوی او دوی دغه کار ته په ازادي اظهار رایې بريد ويلي دي.

ويل شوي د رياست په دغه کار چې انټرنېټ يې قطع کړی دوی افسوس کوي.

خو په دغه اړه حکومتي وزیرانو ځان خبره بللی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG