د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر وکیل وايي، د وزیر د ضمانت په خواست په 26 نومبر په سپريم کورټ کې اورېدنه ټاکل شوې ده.
د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډاپور وايي، دغه اورېدنه به په اسلام اباد کې کيږي، ځکه چې د اورېدنې دپاره د عدالت بنچ په کراچۍ کې نه پوره کېدو.
د علي وزير د ضمانت دپاره سپريم کورټ ته دغه خواست په کراچۍ رجسټرۍ کې د روان کال د جون په مياشت کې شوی وو.
علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.
دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي.
په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی غاو د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.
په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکې عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی او وروسته د جون په 26 د سپريم کورټ د کراچۍ رجسټرۍ ته د علي وزير د ضمانت خواست شوی وو خو تراوسه پورې په دغه خواست د اورېدنې دپاره نېټه نه وه ټاکل شوې.
صلاح الدين ګنډا پور وايي عدالت ته يې په دغه خواست د سمدستي اورېدنې دپاره يوه اوونۍ وړاندې بيا خواست کړی وو، او عدالت بيا د اورېدنې دپاره نېټه وټاکله.
د علي وزیر دپاره په وروستيو پي ټي اېم احتجاجي مظاهرې اعلان کړي، عوامي نيشنل ګوند او په لاهور کې د عاصمه جهانګیر په کانفرنس کې هم د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه شوې ده.
د کراچۍ په عدالتونو کې په علي وزیر د دوه نورو مقدمو قضيې روانې دي.