لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت د تحریک طالبان پاکستان د 100 نه زیات غړي خوشي کړي، راپور


د پاکستان حکومت د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک پاکستان د 100 نه زیات غړي خوشي کړي او ويلي يې دي دغه کار د مذاکراتو په لړ کې د ښه نيت په بنياد ترسره کړی شوی دی، دغه خبر ټريبيون ورځپانې خپور کړی دی.

ويل شوي په خوشي کړی شوو کسانو کې زياتره هغه شامل دي چې دوی په انټرمنټ يا بندي مرکزونو کې يې وو او ذهني درملنه يې روانه وه چې د تندلاریتوب څخه واوړي.

د ټريبيون ورځپاڼې په خبر کې ویل شوي، په دغو خوشي کړی شوو کسانو کې زیاتره هغه دي چې په بندي مرکزونو کې يې د شپږو مياشتو نه کم وخت تير کړی وو.

يوې امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په لړۍ کې يې د ښه نيت په بنیاد کسان پرېښودي خو کره شمېره يې نه ده ويلې.

هغه وویل دا هغه کسان دي چې د دوی سره په انټرمنټ يا بنديانو مرکزونو کې يې وو او په دوی کوم کېسونه نه وو، خو د طالبانو سره یې اړيکې وې.

په خبر کې ويل شوي دغه کسان چې خوشي کړی شوي د امنيتي چارواکو له قوله ويل شوي، د دوی د خوشي کولو غوښتنه طالبانو نه وه کړې.

د پاکستان حکومت د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان ډلې غړي په داسې حال کې خوشي کړي چې حکومت او طالبانو دواړو د مذاکراتو کول منلي او د نهم نومبر نه تر نهم دسمبر پورې يې د ډزبندۍ کولو هم ويلي دي.

خو د حکومت لخوا د طالبانو سره مذاکرات کول د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو او د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو مياندو او پلارانو غندلي او ويلي يې دي نه خو په دغو خبرو پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی او نه بيا د وژل شوو کورنۍ خبر کړی شوي دي.

او د پاکستان د سيند صوبې په اسمبلۍ کې د مرکزي حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د پټو خبرو پرضد قرارداد منظور کړی شوی وو.

په 19 نومبر په سيند اسمبلۍ کې وړاندې کړی شوي قرارداد کې د دغو خبرو غندنه شوې او ويل شوي وو باید د خلکو د وژونکو سره د خبرو نه وړاندې سياسي ګوندونه،، پارلیمان او رياستي ادارې خبر کړی شي او د دوی سره سلا مشورې وشي.

دوه ورځې وړاندې چې د يادې بشري حقونو فعالې او وکيلې عاصمه جهانګیر په ياد کې په لاهور کې دستوره شوې په دغه دستوره کې چې سياستوالو، د بشري حقونو او مدني فعالانو، قانون پوهانو او جرنلسټانو ګډون کړی وو، په دغه دستوره کې هم غوښتنه شوې وه چې د ماشومانو د وژونکو سره دې مذاکرات ونه شي، انصاف دې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG