لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبې درکه کسانو دخوشې کولو غوښتنې بیا زور نیولی


دپاکستان د وتلي قانون پوهه علي احمد کرد له اړخه د بې درکه کسانو د خوشي کولو د غوښتنو نه وروسته د ټول هیواد نه د بې درکه کسانو د خوشې کولو غوښتنې يوځل بیا زور نیولی دی-

علي احمد کرد دیو ټویټ د لارې غوښتنه کړې چې ټول بې درکه پښتانه، بلوڅان سندهیان او پنجابیان دې خوشي کړی شي-

په پاکستان کې په زور بې درکي یوه لویه قامي ستونزه ده او دڅیړونکو وینا ده څوک هم چې رښتیا وایي د جمهوریت خبره کوي او په ازادۍ سره دخپل هغه فکر څرکندونه کوي چې د حکومت اؤ پوځ‌ په ضد وي نو هغه په زور بې درکه کولی شي.

د مشر وکیل علي احمد کرد دتازه غوښتنې نه وروسته ذمهاجرو له اړخه هم د بې درکه کسانو د خوشې کولو غږ راپورته شوی او علي احمد کرد خپل یو بل ټویټ کې د بې درکه پنجابیانو، سندهیانو ،مهاجرو اؤ کشمیریانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.

په پاکستان کې په زور بې درکي د بشري حقونو دسرغړونې ستره ستونزه بلل کیږي .

د بې درکه کسانو د حقونو دپاره په مبارزه دبوختو تنظیمونو له اړخه د رجسټرډ شوؤ کسانو شمیره د ۷ څخه تر ۸ زرو پورې ده-

د وایس اف بلوچ مسنګ پرسنز مشر ماما قدیر تر مخه د بې درکه کسانو شمیره ۵۲ زره ته رسیدلې ده-

د بې درکه کسانو د حقونو کارمنده امنه مسعود جنجوعه ډیوه ته وایي د هرې سیمې او فرقې خلک په زور بې درکه کیږي-

هغه وایي څوک هم چې رښتیا وایي، د جمهوریت خبره کوي او په ازادۍ سره خپل د هغه فکر څرکندونه کوي چې د حکومت سره اختلاف لري نو هغه په زور بې درکه کولی شي-

دنوموړې په وینا پښتون او بلوچ که خپل د حق خبره کوي، هم دغه رنګه سندهی او پنجابی که چرې څه غوښتنې لري او دحکومت نه وي خوښې نو بې درکه کولې شي-

امنه مسعود زیاتوي د دغه بې درکه خلکو د حقونو د پاره غږ پورته کونکې د بشري حقونو کارمندان، وکیلان او جرنالسټان هم ځورول کیږې او بې درکه کیږي-

د بشرې حقونو تنظیمونه تور لګوي چې دخلکو په جبر بې درکۍ کې د پوځ لاس دی خو پوځ دا تورنه تل رد کړي دي -

لاهو ښار کې دبشري حقونو دفعالې او مشرې وکیلې عاصمه جهانګیر په یاد کې راجوړې شوي دستورې ته وینا کې برخه والو د پاکستان دپوځ او د عدلیې په کردار سختې نیوکې کړې وې-

د مسلم لیګ نواز ډلې مشر نواز شریف ویلې وؤ که چرې دپوښتنې کوونکو ژبې وتړل شي نو ددې څخه به د هیواد ستونزې هوارې نه شي-

هغه ویلي وؤ خلک د خپل حق په اړه په غږ راپورته کولو ځورول کیږي او وژل کیږي-

دوئ غږ وکړو چې ددغه ستونزو د هواري د پاره به ټولو ته يوځاې کیدل وي-

دپښتون ژغورنې غوځنګ چې په غوښتنو کې یې لویه غوښتنه د بې درکه کسانو خوشې کول دي، مشر منظور پشتین یې غوښتنه کوي چې بې درکه کسان دې عدالت کې وړاندې کړې شي-

هغه وایي که بې درکه کسانو کې څوک تپه جرمونو ککړ دی د ائین تر مخه دې سزا ورکړی شي او که چرې څوک بې ګناه دی نو خوشې دې کړی شي-

وفاقې وزیران دغه نیوکې د مخالفو ګوندونو یو کمپین ګرځوي -

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدرې په تیرو ورځو کې ویلې وؤ چې د پوځ نه وروسته اوس عدلیه هم دخپلو ګټو د ترلاسه کولو د پاره په نخښه کیږي-

د سترې محکمې په حکم کال ۲۰۱۱ کې د بې درکه کسانو د پلټنو کمشن جوړ کړی شوی ؤ چې د کال ۲۰۲۱ د ستمبر د راپور تر مخه دغه کمیشن ته د ۳۹۳۸ بې درکه کسانو په اړه معلومات تر لاسه شوي دي-

د بشرې حقونو کارمندان وایي چې کمیشن د بې درکه کسانو پلټنو کې پاتې راغلی دی- ددغه کمیشن اوریدنې پټې ساتل کیږي- وکیلانو او مطبوعاتي غړو ته د اوریدنې اجازه نه وې

په کمیشن دبې درکه کسانو کورنیو سره دناوړه چلند تور هم لګول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دبشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل تیره ورځ غوښتنه کړې چې پاکستانې چارواکي باید د جبري بې درکیو ناوړه لړۍ باید پائ ته ورسوي او دبې درکه کسانو کورنیو باندې ددغه عمل د ویجاړونکو اغیزو په اړه تفصیل ورکړي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG