لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: پولیس وايي خلک دې په مقدمو کې کسان ونوموي


د شمالي وزیرستان اوسیدونکي وایي پولیس زیاترہ د نامالومو کسانو پرضد مقدمې درج کوي خو پولیس پولیس وایي خلک دې په مقدمو کې کسان ونوموي پولیس به یې پرضد کاروایي کوي او د قانون منګلو ته به یې راکش کوي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) عقیق حسین وایس اف امریکا ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې وویل په شمالي وزیرستان کې چې د کله نه پولیس راغلي حالت په قابو کې دي او وې ویل خلک دې مقدمې درج کوي پولیس به یې پرضد کاروايي کوي او په جرمونو کې ککړ کسان به عدالت ته را کش کوي.

د پولیسو مشر دا خبره په داسې حال کړې چې د علاقې خلک د نا امنۍ او هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د ضرب عضب عملیاتو وروسته د علاقې 418 کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي او د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک وايي سږ کال تر دې مهاله 60 کسان وژل شوي چې پکې پینځه زنانه هم شاملې دي.

ھغه زیاته کړہ تر اوسه په یوه پیښه کې څوک پولیسو نه دي معلوم کړي چې د چا لخوا په هدف کړی شوي دي؟.

د پولیسو مشر عقیق حسین وایي دا ټولې پیښې هدفي وژنې نه وي خلک په خپلو دوښمنیو کې سره وژنې وکړي او بیا په مقدمه کې کسان نه نوموي او هغې ته د هدفي وژنو نوم ورکوي.

هغه زیاته کړه تیر کال د دوی سره درج شوي هغه مقدمې چې کسان پکې نومول شوي پولیسو اتیا فیصده بریا تر لاسه کړې او سږ کال تر دې مهاله 85% کامیابي تر لاسه کړې ده.

ھغه زیاته کړه خلک دې په مقدمه کې کسانه نوموي دوی به یې پرضد کارووایي کوي.

خو دغلته خلک یا مقدمه نه درج کوي یا بیا کسان نه نوموي او د نا مالومه کسانو پرضد یې درج کړي. چې له وجې پولیس ته په کاروایۍ کولو کې لوی خنډ وي.

خو د شمالي وزیرستان د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان چې تیر کال یې تره ملک ریس خان په هدفي برید کې وژل شوی وايي د تره د وژنې یې یو کال پوره شو پولیسو سره مقدمه د نا مالومو کسانو پرضد درج شوې دوی کومه شخصي دښمني نه لري چې څوک ونوموي

هغه وویل دوی ته دا نه ویل کیږي چې د هغه په مقدمه کې څومره پرمختګ شوې.

عقیق حسین وایي د داسې قسمه پېښو کې نه څوک ګواهي کوي او نه د دوی سره پټ مالومات شریکوي.

نو پولیس ته بیا لویې خنډ وي چې په دې اړوند مالومات څنګه را غونډ کړي.

عید رحمان وایې تر اوسه چې څومره هدفي پیښې شوې په یوه کې څوک نه دې مالوم کړی شوي کړې.

هغه زیاته کړہ د ضرب عضب عملیاتو وروسته ټول وزیرستان کې د امنیتي سرتیرو چیک پوستې دي پولیسو نظام پکې پرځایې کړی شوې خو بیا هم په علاقې کې په خلاص مټ خلکو د ګواښ پاڼې ویشل کیږي او هغه بیا عملي کیږي.

هغه وویل دوی پوښتنه کوي چې دا خلک په رڼا ورځ وژنې وکړي بیا چرته وتښتي؟

ډي پي او وویل دوی د خلکو د اسانتیا لپاره په علاقه کې د پولیس ته خبرتیا نظام په ځای کړی او د بدې پیښې وروسته دې پولیس سره په ویړیا 15 رابطه نیسي پولیس به موقعې ته فوري ورځي او په سمدستي ډول به کارروايي کوي.

ځايي خبريال بلال ياسر وايي په باجوړ کې په لومړي ځل ښځې راوتلي او په احتجاجي پرلت کې برخه اخلي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په دغو ښځو کې د محمد الياس ښځه، مور او د ماموندو د بدانو کلي نورې ښځې هم شاملې دي.

هغه وویل دغه ښځې چې په لاسونو کې يې تور بېرغونه پورته کړي، غوښتنه کوي چې د دوی سره دې انصاف وشي.

نوموړي زياته کړه په احتجاج کوونکو کې د باجوړ د ترکاڼي او اتمانخېلو سره ټول قومونه او سياسي ګوندونه ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG