لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له خپلې لارې افغانستان ته دهند دامدادي غنمو اړولو اجازه ورکړې


د پاکستان حکومت د انساني خواخوږۍ په بنياد دافغانستان لپاره د هندوستان لخوا د 50 زره ټنو د امدادي غنمو د پاکستان د لارې د وړلو اجازه ورکړې خو څېړونکي وايي اسلام اباد دا پرېکړه د افغان ولس دخواخوږۍ په اساس نه بلکې دافغانانو دقهر وغضب نه د طالبانو د رژیم د ژغورلو په خاطر کړې ده.

د هندوستان حکومت د تېرې میاشتې په پائ کې د افغانستان لپاره د 50 زره ټنه غنمو ورکولو اعلان کړی ؤ او دپاکستان څخه یې غوښتې وؤ چې د امدادي غنمو د واهګه د پولې د لارې افغانستان ته د اړولو اجازه باید ورکړی شي.

د پاکستان سرکاري مطبوعات وايي دا پرېکړه پرون د ګل په ورځ وزیراعظم عمران خان د د افغانستان په اړه د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کړې ده چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه،دبهرنیو چارو اؤ دخزانې د وزیرانو ترڅنګ پکې د قامي سلامتيا سلاکار هم برخه درلوده.

ویل کېږي که په دغه غونډه کې يوا خوا د افغانستان لپاره د هندوستان د امدادي غنمو د پاکستان په لاره افغانستان ته د اړولو او ددې غرض دپاره د طريقه کار ټاکلو وینا شوې نو ورسره د غوندې ګډونوالو د افغانستان په بيړني صورتحال هم ژورې اندېښنې ښودلي دي.

څېړونکي د پاکستان د حکومت دا پرېکړه ستايي خو وايي نه ګڼي چې دا ګام به دافغان ولس په زړونو کې د پاکستان خلاف د مودو کرکه راکمه کړې شى.

د نړیوالو او افغان چارو شنونکی ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي افغان ولس دا مهال د لوږې سره مخامخ دي او باید چې دا امداد په بې وزله ولس کې په روڼ ډول وویشل شي او طالبان یې په خپلو پلویانو کې ونه ويشي.

هغه وايي پاکستان د طالبانو دحکومت مرسته کوي او د افغان ولس سره یې داسې مرستې په تيرو حکومتونو کې نه دي کړي.

دنوموړي په وینا د هندوستان او افغانستان ترمينځ تجارت کې هم تر ټولو لويې خڼد پاکستان دی او دا اوسنۍ پرېکړه دوئ د افغان ولس په خواخوږۍ کې نه بلکې د طالبانو د رژیم د مضبوطولو لپاره کړې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د پاکستان حکومت د بېړني صورتحال په لړ کې د افغانستان لپاره د 5 اربه روپو د امداد هم اعلان کړی. په دې امداد کې 50 زره ټنه غنم، دارو درمل او د ژمي سامونونه شامل دي.

سرکاري رسنۍ وايي وزیر اعظم عمران خان د افغانستان په مهمو برامداتو باندې د سېلز ټېکس په مد کې د کمى هم منظوري ورکړې ده.

هند چې افغانستان ته دپاکستان دلارې کوم پنځوس ټنه امدادي غنم لیږل غواړي ،په دې وروستیو کې دپاکستان په سفر راغلي د افغان طالبانو دبهرنيو چارو وزیر امير خان متقي هم دپاکستان وزيراعظم عمران خان ته ددغه غنمو د پاکستان د لارې افغانستان ته د اړولو خواست کړی ؤ.

د پاکستان حکومت دا اجازه په داسې حال کې ورکړې چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې نيمايي خلک د لوږې او خوراک د کمي سره مخامخ دي.

د خېر ښېګړې دنړیوال سازمان سور صلیب مشر هم ویلي چې د اقتصادي بندیزونو کړکېچ په ځپلي افغانستان کې په پراخه کچه کړاونه رامنځ ته کولی شي.

څېړنکار او دنړیوالو چارو کارپوهه ډاکټر ای اېچ نير ډيوه ته وايي د افغانستان ولس بې کچه ستونزو او لوږې سره مخامخ دی او د ژمي یخ موسم د هغوئ مشکلات لا نور زيات کړي دي.

دې وايي پکار ده چي د پاکستان حکومت د افغانستان د اوچو او شنو مېوو برامد ته خپلې لارې پرانيزى.

ډاکټر نير بيا وايي نه ويني چې د پاکستان دا ګام به د افغانستان دخلکو په زړونو کې دپاکستان خلاف د مودو کرکه دومره زر راکمه کړی شي.

هغه وايي که د پاکستان حکومت د طالبانو د رژیم په ښکاره ملاتړ کوي او طالبان د افغان اولس د قهر او غضب څخه د بچ کولو هڅې کوي نو دپاکستان نه به د هغوئ کرکه لا نوره پسې زياتېږي.

د پاکستان او هندوستان په ګډون د نړۍ يو هيواد هم لا د طالبانو حکومت په رسميت نه دې پېژندلی خو پاکستان وار له مخه په تکرار سره د افغان طالبانو د حکومت سره د مرستو ټېنګار کوي.

د افغانستان پخواني حکومت او نړیواله ټولنه له وړاندې څخه په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه پورې کوي او طالبان د پاکستان لاپوسي بولي خو پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG