لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په امنیتي پوسته د وسله والو برید کې دوه پوځیان وژل شوي


دپاکستان دبلوچستان ایالت په تمپ سیمه کې دامنیتي ځواکونو په یوه پوسته د وسله والو برید کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ دپاکستان پوځ دعوه کړې چې ترهګرو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.

دچهارشنبې په ورځ دپوځ دعامه اړېکو څانګې ایس ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي دبهر نه دحمایه کېدونکو ترهګرو یوې ډلې تمپ سیمه کې په هغه امنیتي پوسته برید کړی چې سیمې ته ددغو ترهګرو دننوتلو مخه یې نیولې وه.

خو پوځ نه دي ویلي چې دغو ترهګرو ته د بهر نه دکوم هیواد یا ډلې مرسته ترلاسه وه؟

پوځ وایي د ترهګرو په ډزو کې دبلوچستان دخاران سیمې سره تړاؤ لرونکی عسکر نصیب الله اؤ دخیبر پښتونخوا دلکي مروت سیمې سره استوګن عسکر انشا‌ء الله وژل شوي.

دپوځ په بیان کې راغلي چې دترهګرو دبرید په مهال امنیتي ځواکونو هم په هغوئ پوره قوت سره ځوابي برید کړی چې پکې هغوئ ته درانه زیانونه اوښتي خو دپوځ بیان کې ترهګرو ته د اوښتي زیان نور جذئیات نه دي ښودل شوي.

پوځ پخپل بیان کې ویلي چې دپاکستان امنیتي ځواکونه هغو ترهګرو ته دماتې ورکولو لپاره هوډمن دي دي چې غواړي دبلوچستان دامن،ثبات اؤ پرمختیا مخه ونیسي،

په سمدستي توګه ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې بلوچستان کې په پوځ څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه یاغي بلوڅ وسله والو ډلو اؤ دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

دپاکستان حکومت اؤ دپاکستاني طالبانو تحریک دتیرې څه مودې راهسې دسولې خبرې پیل کړي اؤ دواړه خواوې وایي چې دیوې میاشتې په اوربند متفق شوي خو ددغه ډزبند باوجود هم پاکستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ نه ده تم شوې.

دا په داسې حال کې ده چې دامنیتي ځواکونو سرچینو تیره ورځ ډیوه ته منلې وه چې ټي ټي پي سره دسولې د روانو خبرو له مخې دپاکستان د زندانونو څخه دطالبانو ځېنې بندیان خوشې کړل شوي دي.

دپاکستاني طالبانو دتحریک یو مشر عمرخالد خراساني تیره ورځ په ټویټر لیکلي وؤ چې د دوئ دکسانو خوشې کیدو خبرونه حقیقت نه لري.

پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه اؤ د ټي ټي پي ترهګریزو بریدونه کې د وژل شوؤ کسانو کورنۍ دحکومت لخوا ټي ټي پي سره دمذاکراتو سخته غندنه کوي اؤ دریځ لري چې دغه ترهګرې سره له مذاکراتو وړاندې باید پارلیمان کې په دې بحث وشي اؤ دعام ولس باور هم ترلاسه کړل شي.

په ۱۹م نومبر دسندهـ ایالتي اسمبلۍ دپاکستان اؤ ترهګرې ډلې ټي ټي پي ترمنځ دسولې دمذاکراتو په ضد د رائیو په کثرت سره یو پرېکړه لیک یا قرارداد هم منظور کړی ؤ چې پکې دقام په اعتماد کې له اخستو پرته ددې مذاکراتو غندنه شوې دې وه.

پرېکړه لیک کې ویل شوي وؤ چې دیوې داسې ډلې(تحریک طالبان پاکستان) سره دسولې خبرې چې زمونږ امنیتي ځواکونه اؤ سیاسي خلک یې وژلي،دقام دباور اؤ چاسره له مشورې پرته مناسب نه دي.

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک دنهې په ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي صوبه کې دترهګرو له لوري د وژل شوي بشیر احمد بلور د کلیزی دنمانځلو دپاره دحکومت له خوا ځائ نه ورکول کیږي خو بیا د طالبانو د ۱۰۰ نه زیات غړی خوشې کولی شي.

هغه پوښتنه راولاړه کړې چې دا خبره په پارلیمان کې ولې نه ښکاره کیږي چې دا خلک څوک دي، د چا په خوله پښتانه وژني او څوک ورته پیسی ورکوی؟

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG