لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:جومات کې دعیسوي تن دمړینې په اعلان دپلار اؤ زامنو په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج شوې


دپاکستان دپنجاب ایالت دسرښار لاهور سره نزدې په خودي خوشحال سنګهـ کلي کې د یو سړي او د هغه د دریو زامنو په ضد یوازې له دې امله دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې ده چې دهغه میرمن دخپل یوعیسوي ګاونډي دمړینې داعلان لپاره جومات ته ورغلې وه.

دپاکستان ډاڼ ورځپاڼه وایي د جومات ملا ددغه ښځې په خاوند او د هغې په دریوؤ زامنو د مذهب د سپکاوي تور لګولی اؤ پولیس ددغو دجومات دملا په رپورټ ددغه څلورو واړو کسانو په ضد مذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د بشري حقونو د ادارو او قانون پوهانو تر مخه پاکستان کې زياتره د مذهب دسپکاوي قانون نه يوازې د غیر مسلمه لږکیو د ویرولو او ځورلو لپاره استعماليږي بلکې کله کله د ذاتي تربګنیو اؤ نالګي په اساس مسلمانان هم یو بل دسپکاوي په تورونه تورنوي.

د پېښور هايي کورټ يو وکيل سېف الله کاکاخیل وايي اکثر داسې تورونه چې مخې ته راشي نو لیدل کيږي چې دمذهب دسپکاوي يا د بې حرمتۍ پر ضد ددغه قانون زياتره خلک غلط استعمال هم کوي.

هغه وایي دداسې رقم تورونو نه وروسته تورن تن ته ځان سپینول یا بې ګناه ثابتول ګران وي ځکه چې دداسې قوانينو غلط استعمال هم کيږي.

"نور ډېر قوانين دي، چې هغې کې خلکو ته پته وي که مونږ دا کارډ استعمال کړو نو ټول خلک به زمونږ ډله کوي او چې په کوم چا تور دی او ګېر شي هغه به هر څه زغمي او د هغه به ضمانت هم نه کيږي. هغه ته به د عدل صفا لاره هم نه ملاويږي، ښکاره خبره ده چې په هغه ټوله علاقه کې خلک دا خبره کوي چې ده د مذهب بې حرمتي کړې ده، ده زمونږ مذهب پورې خندا کړې او سپکاوی يې کړی دی نو په دې کې د خلکو جذبات هم شامل شي. تر دې چې ججان هم په دې کې ډېر په ګرانه باندې ضمانت ورکوي او ډېر په ګرانه باندې دې کې رهايي کيږي"

د انګرېزانو د وخت نه د مذهبي جذباتو سره دتړلي دغه دلا سختولو په موخه ددې دفعې د فوځي امر ضياالحق په دور کې نورې هم سختې کړې شوې وې.

قانون پوهه علي ګوهر دراني وايي ددې قانون مقصد مذهبي هم اهنګي وه، چې خلک د يو بل د مذهب بې عزتي او سپکاوی نه کوي خو وايي د وخت تېرېدو سره دغه قانونونه نور هم سخت کړی شوی دی او دداسې قوانينو لاندې ددغسې قسمه مقدمو درج کولو شرحه هم سېوا شوې ده.

"کال ۱۹۴۷ نه تر کال ۱۹۸۶ پورې زما په اند يواځې څه ۱۳ يا ۱۴ کېسونه به د مذهب د سپکاوي راغلي وي، بيا د هغې نه وروسته د ۱۹۸۶ نه تر اوسه پورې ۱۶۰۰ نه تر ۱۷۰۰ پورې د مذهب د سپکاوي کېسونه درج شوي دي"

هغه وایي "دا قانون دبرطانوي سامراج نه راغلی ؤ ،هغه ۲۹۵ و، په کال ۱۹۲۷ کې پکې ۲۹۵ ای هم د مسلمانانو په غوښتنه او احتجاج شامل شو. وروستو د جنرال ضياالحق په دور کې ۱۹۵ سي هم راغله، ددې د لاندې د پېغمبر (ص) په شان کې ګستاخۍ د پاره د مرګ سزا مقرر کړی شوه"

دپاکستان د تعزيرات هغه شقونه چې په ګډه ورته د مذهب د سپکاوي دمخنيوي قانون ویلی کيږي تر اوسه پاکستان کې ددې د لاندې په عدالت کې چاته د مرګ سزا نه ده ورکړی شوې. خو دداسې ملزمانو او د هغوئ د وکيلانو او مرسته کوونکيو د خلکو د لاسه وژنې ضرور شوې دي.

د مردان دعبدالولي خان پوهنتون يو زده کونکي مشال خان هم په کال ۲۰۱۷کې داپرېل مياشت کې په ټولنیزو رسنيو د مذهب دسپکاوي دموادو خپرولو په تور کې بې له څه مقدمې اورېدنې او بې له څه ثبوته دپوهنتون دننه دتشدد نه وروسته وژل شوی ؤ.

په نومبر کال۲۰۱۰ کې اسيه بي بي نومې يو عيسايي ښځې باندې هم د مذهب د سپکاوي مقدمه جوړه کړی شوې وه.

اسيه بې بي هم عدالت ته ويلي چې په هغې لګول شوي تورونه دروغ دي.

هغې ویلي وؤ یو پټي کې دکار کولو په وخت یې دیوې مسلمانې میرمنې په لوښي اوبه څښلې وې اؤ په دغه معامله ورسره بیا نورو میرمنو جګړه وکړه اؤ په هغې یې دمذهب دسپکاوي تورونه ولګول.

اته کاله په بند کې له تیرولو وروسته اسيه بي بي خو عدالت له زندانه خلاصه کړه خو د هغې حمایت کوونکی د هغه وخت د پنجاب ګورنر سلمان تاثير خپل يو محافظ وژلی و.

د اقليتي چارو وفاقي وزير شهباز بټي هم په ۲ مارچ کال ۲۰۱۱ کې په دغه قانون کې د بدلون او اصلاحات راوستلو له پاره دهڅو کولو په تور وژلی شوی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG